په لبنان کې د چين سفارت د قنسلي چارو مسئول څاو يي د خپل ټويټر د دوو ليکنو سکرين شاټونه خپاره کړل
cri2021-02-07 15:58:55
شريکول:

يوه ليکنه چې د بريتانيا The Economist مجلې د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې خپره کړې ده چې عنوان يې و، ګڼ شمېر چينايانو د کوويد-۱۹ ويروس وقايوي او د کنټرول ډېر سرخت تدبيرونه منلي چې ټکان ورکوونکي دي.

په دغه ليکنه کې ليکل شوي، په چين کې د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په موخه ډېر کلک او ټينګ تدابير نيول شوي، که څوک په دې ويروس اخته شي، نو د ناروغ د کورنۍ ټول غړي ورسره سمدلاسه قرنطين کېږي، دغه راز به پلټنه وشي ايا چې دغه ناروغ په تېرو ۱۴ ورځو کې  چېرته تللی دی او له چا سره يې نږدې تماس نيولی، نو ټول هغه کسان به هم قرنطين شي. د هر ناروغ له تشخيص سره به د ډېرو کسانو پر عادي ژوند منفي اغېزه رامنځته شي. دغه شان تدبيرونه ډېر سخت دي او د خلکو په ژوند زيات محدوديت رامنځته کېږي، خو ‌ډېر اغېزمن هم دي.

CGTN څو ورځې مخکې يوه تبصره خپره کړه چې د هندي مبصر مايتريا بخکل لخوا ليکل شوې او عنوان يې و، ډېرو امريکايانو د کرونا وبا له امله رامنځته شوې سختې مرګژوبلې منلې، دا ټکان ورکوونکې ده.

ښاغلي څاو يي وويل، د امريکايانو په کلتور کې يو ډول حالت شتون لري چې دوی د صلاحيت د چلنج تر څنګ د نورو ټولو کسانو پر وينا اعتماد کوي چې د دوی له اټکل سره برابر او سمون لري. د امريکا حکومت د دغه حالت لمسونکی دی او ترې يې هم ګټې اخیستې، څرنګه چې په دې توګه  د امريکا په داخل کې د مسئلو په اړه د خلکو پاملرنې د نورو طرفونو ته جلبول ګرم کړي.

ولې امريکايان د کرونا وبا له امله د عامه وګړيو مړينې ته ډېره پاملرنه نه کوي؟ ښايي لامل يې دا دی چې که څه هم د امريکا په نفوس کې د سپين پوستو انډول ۷۳ سلنه دی، خو د دغه ويروس له امله په مړه شويو کې زياتره تور پوستي او اصلي اوسېدونکي دي.