د چين ضد د ټلوالې جوړونې په اړه به د امريکا نیت ناکامه او بې نتيجې وي
cri2021-02-08 14:16:04
شريکول:

د امريکا نوي منتحب ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې د ديپلوماتيکو تګلارو په اړه يوه وينا وکړه، په ورته وخت کې د امريکا د ديپلوماتانو ډلې يو لړ تازه اقدامات  کړي او موخه يې له خپلو ملګرو سره د اړيکو عادي کولو تر څنګ د ديموکراسۍ ارزښتونو پر بنسټ د يوې ټلوالې جوړول دي.

د تش په نامه د ديموکراسۍ ټلوالې جوړول څه تازه نظر نه دی، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخواني مامور داويد ګوردن په ۲۰۰۸ کال کې په لومړي ځل د ديموکراتيکو هېوادونو ټلوالې د جوړولو نظر وړاندې کړ او موخه يې د خپلو ستراتېژيو همغږي کول و. اوس د بايډن حکومت دغه نظر يو ځل بيا وړاندې کړی دی، نيت يې نه يوازې له ملګرو هېوادونو سره اړيکې عادي کول دي، بلکې غواړي د چين ضد يوه ټلواله جوړه کړي. بايډن په خپله وينا کې هم دا نيت څرګند کړی دی.

خو ايا د امريکا دغه وړانديز به د نورو هېوادونو لخوا ومنل شي؟

اروپايي هېوادونو په وار سره خپل ځوابونه ښودلي. د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا ميرکل د فبرورۍ په ۵مه نېټه وويل، که څه هم اروپا له امريکا سره په ډېرو مواردو کې موافق نظر لري، خو اروپا د چين په اړه خپلې خپلواکې تګلارې ته اړتيا لري. د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم ورته نظر څرګند کړ او ويې ويل، که څه هم اروپايي ټولنه د ارزښتونو په برخه کې له امريکا سره ګډه نظريه لري، خو له امريکا سره يو ځای د چين ضد مبارزه به و نه کړي.

دا يو واقعیت دی چې اوس د بېلا بېلو هېوادونو ګټې يو له بل سره نږدې اړيکې لري، د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې په بهير کې نړيوال په دې ښه پوهېدلي دي چې د ننګونو په وړاندې يووالی او همکارۍ ستر اهميت او تاثير لري. بايډن هم له چين سره د همکارۍ پر مهموالي ټينګار کړی دی. نو ولې نور هېوادونه بايد له امريکا سره ودرېږي، د چين پر ضد مبارزه وکړي او ځان ته زيان ورسوي؟ په چين کې د مکسيکو پخواني سفير جورګ ګواجردو داسې ويلي چې، ولې امريکا له بېلا بېلو هېوادونو څخه داسې بې ممنی غوښتنه کوي چې له چين سره اړيکې پرې کړي؟ تېر کال چين په نړۍ کې يوازينی عمده اقتصاد دی چې اقتصادي پرمختګ يې کړی دی. ولې موږ بايد له امريکا سره داسې یوه ټلواله جوړه کړو؟ له واقعيتونو معلومه شوې ده چې امريکا هېڅکله د اعتماد او باور وړ نه ده.

برسيره پر دې، که څه هم د امريکا دغه حکومت به ديموکراسي په ښه توګه څرګندولو نندارې وکړي، دا چې د امريکا په ټولنه کې د نژادي تبعض، د ګوندونو تر منځ سختې مقابلې او د ټلوالې توپيرونو د سختېدو په شمول ډول ډول مسئلې نه شي پټېدای. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره دا شک وړاندې کړ چې ولې ملګري هېوادونه بايد پر يو داسې امريکا اعتماد او باور لري چې د دغه هېواد په دننه کې د کرونا وبا نه شي کنټرولولی او په کانګرس کې يې تازه شخړه رامنځته شوې؟ بله خوا، د کروبا وبا ضد مبارزه کې د امريکا او د دې ملګرو ترمنځ اړيکې څرګندې تائيد شوې دي. د يو بل يې د ماسکونو په شمول وقايوي توکي نيولي او اوس د واکسين تر لاسه کولو لپاره په جنجالونو بوخت دي، د تش په نوم د ارزښتونو متحدې ټلوالې د ګټو پر وړاندې د ځان ساتلو ريښتينی بڼې څرګندې کړې او دغه شان ټولنه يوازې يوه تشه ناره ده.

په نړۍ کې دوه يو شان پاڼې نه شته او يو شان تاريخ، کلتور او ټولنيز نظام هم شتون نه لري، تنوع رښتينی حالت دی. د ارزښتونو پر بنسټ سياسي ټولنې جوړول به د انسانانو ترمنځ د مقابلې او دښمانانه رويې د لا سختېدو سبب وګرځي. لکه د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير هنری کسينګر ويلي چې د کوم هېواد ضد د يوې ټلوالې جوړول سم انتخاب نه دی.  تعصب او بدبيني پرېښودل، توپيرونو او اختلافاتو د کنټرول په عين وخت کې خپلمنځي همکارۍ پياوړي کول د نړيوالو له نيت او د زمانې پرمختګ له تمايل سره سمون خوري.