بايد هوښيار او بيدار واوسو چې د سړې جګړې نظريې د چين او امريکا اړيکې اغېزمنې نه کړي
CRI2021-02-09 14:49:18
شريکول:

د امريکا د نوې دورې حکومت د ماموريت له پيل راهيسې دغه هيواد او چين په پر له پسي ډول د همکارۍ نظريې څرګندې کړې دي چې د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د سم پرمختګ په هکله ورسره د نړۍ هيلې زياتې شوې دي. خو د امريکا ځيني سياستوال چې لا د سړې جګړې نظر او فکر لري او دغه کړۍ د دواړو هيوادونو تر منځ د همکاريو مخنيوی او تر وسې پورې پکې د خنډونو جوړول او رامنځته کول غواړي.  

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د کارپوهانو د يوې مشهورې ډلې لخوا په خپور شوي راپور کې د چين او امريکا تر منځ د ستراتيژيکې مقابلې نظر يو څپه راپورته شوې ده. د امريکا د پخواني خارجه وزير مايک پومپيو په خوله کې د بايډن حکومت د ديپلوماتيکو تګلارو له امله به امريکا له چين څخه  په تکليف او په عذاب شي. د تش په نامه د چين په هکله د نوې ستراتيژۍ په راپور کې لا هم د امريکا د تيرې دورې د حکومت په شان پر چين بې بنسټه تور لګول شوی. په دغه راپور کې په ناسمه توګه د چين د پرمختګ هدف ته کتل شوي دي، له چين څخه د ګواښونو او خطرونو پېښېدلو نظريې څرګند شوې دي، داسې خبرې پکې راغلې او ويل شوې چې د چين د پرمختګ د مخنيوي اخري هدف د امريکا د تسلط او باداري مقام او ځای ساتل دي، دوی د چين په هکله د ستراتيژۍ اصول او د عمل لايحه جوړوي او د همکارۍ له پريښودلو سره د سيالۍ د نظريې له مخې د امريکا نوي حکومت ته وړانديزونه کوي.

دا د پاملرنې وړ خبره ده، دغه راپور داسې دې لکه ۷۵ کالونه مخکې د پخواني شوروي اتحاد په هکله د امريکا تګلارې جوړېدلې او غواړي د سړې جګړې نظريې يو ځل بيا راويښې کړي. دغه راپور د جوړونکي د نوم په نشتوالي سره خپور شوی، نو ولی د راپور ليکوال خپل نوم نه شی ويلی؟ ايا د دغه راپور محتويات رښتيني دي؟ خو دا ډېره مهمه ده چې دغه راپور بيخي په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا د پخواني حکومت لخوا د چين ضد د تګلارو له امله رامنځته شوو ستونزو ته هېڅ نه دي کتلي او لا هم غواړي له چين سره مقابله وکړي. په سوداګريزو چارو کې د يوې بېلګې له مخې، د امريک او چين د سوداګرۍ کميټې په دې وروستيو ورځو کې يوه څيړنه تر سره کړې ده چې له مخې يې په ۲۰۱۸ کال کې د چين او امريکا تر منځ د سوداګريز جنګ له پيل څخه تر اوسه پورې په امريکا کې ۲۴۵ زره کارونه کم شوي دي. له دې څخه څرګنديږي چې د سړې جګړې نظريې  ته دوام ورکول او د چين او امريکا تر منځ د تجارتي همکاريو پري کول به نورو ته او هم ځان ته زيانونه ورسوي.

د څيړونکو په اند د امريکا ښي اړخيځواکونه د امريکا د پرمختګ تر ټولو لوی دښمنان دي. د کاناډا د نړۍ د څيړنې مرکز سياسي کارپوه اندرو کريبوک په دې نظر دی چې ياد راپور د ستراتيژۍ سياسي خوب دی او هرومرو به بې نتيجې او ناکامه شي. د ملي ګټو په نامه د امريکا په يوه مجله کې ارزونه شوی چې په دغه راپور کې د چين  او امريکا تر منځ د ستراتيژيو په هکله ستراتيژيکې او تېروتنې ناسمې پيژندنې شته.

برسيره پردې د امريکا پخواني خارجه وزير مايک پومپيو د دندې ختمېدو وروسته د محافظه کاره ډلې په استازيتوب د واشنګتن د هودسون په انسټېټيوټ کې نوی کار پيدا کړی. هغه په دې وروستيو ورځو کې د تېرې دورې د حکومت لخوا پر چين د فشار اچولو تګلارې تکرار کړې او ويلي يې دي د بايډن حکومت د ديپلوماتيکو تګلارو له امله به چين پر امريکا ظلم وکړي. هغه لا هم  په شخصي ډول غواړي د چين او امريکا تر منځ په همکاريو کې خنډونه جوړ او رامنځته کړي.

په اوسنۍ نړۍ کې هر هغه حال چې جنګونه، سړې جګړې، د سوداګرۍ او ساينس او تخنيکونو په ساحو کې جنګونه لمسوي، رښتيني برياليتوب نه شي تر لاسه کولی. نړيوالو دېته پاملرنه کړې چې د امريکا د نوې دورې حکومت څو څو ځلې له چين سره د همکارۍ نظريې ښودلې دي او د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د نوې پاڼې د اړول او پيل امکان شته. په دغسې کيليدي وخت کې بايد ويښ اوسو چې د چين او امريکا تر منځ اړيکې د بد نيت لرونکو کسانو لخوا  ناسم لوري ته ونه ګرځول شي.

خلک هيله لري چې د امريکا نوی حکومت بايد صميميت وښيي او ژر تر ژره پخوانۍ تيروتنې دې سمې کړي  او له چين سره د اړيکو د ثابت او ښه پرمختګ لپاره دې هلې ځلې وکړي.