د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريز ډګر د جوړولو په پار ويډيويي غونډه ترسره شوه
cri2021-02-10 20:29:26
شريکول:

د چين د چونګ چينګ ښار د سوداګريزې کمېټې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د فبرورۍ په ۷مه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريز ډګر د جوړولو  يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه، چې د دواړو هيوادونو سوداګرو او چارواکو هم پکې ګډون درلود.  د افغانستان د ولسمشری دفتر د مهمو پانګونو رياست رئيس عبدالباري بلوچ، د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ  خونی لومړي مرستيال محمد يونش ، د پانګې اچونې چارو مرستيال سلطان محمد صافي، د دارالانشا رئیس خان محمد شرفراز باز، د بين المللي روابطو رئيس جاويد برهان، د هيات مديره پلاوی غړي خان خان الکوزی، د هيات مديره مشاور حميدعزيزی په دغه ويډيويي غونډه کې ګډون کړی و. د دې غونډې موخه د چين او افغانستان ترمنځ په راکړه ورکړه کې د ستونزو ليرې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د معياري سوداګرۍ هڅول دي.

د چين او افغانستان ترمنځ د نظر تبادلې او تګ راتګ پياوړتيا اړين کار دی  

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ابادۍ موخې په وړانديز کې دې ته اشاره شوې، چې چين به پر لا پراخ او ژور ورخلاصون ټينګار وکړي، د سوداګرۍ او پانګونې ازادي او اسانېدل به وهڅوي او د يو کمربند او يوې لارې جوړونه به پرمخبوزي.

يو کمربند او يوه لاره په منځنۍ او جنوبې اسيا کې د تيلو او ګازو د پايپ لينونو او د اوسپنيزو لارو او سړکونو اقتصادي کمربند دی، چې پراخې اغېزې لري او سيمه ييزه لاسرسي يې پياوړې کړې ده. افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پروت دی، دا لار د چين او افغانستان ترمنځ د نظر تبادلې او تګ راتګ د پياوړتيا او د سيمه ييزو هېوادونو د همکارۍ لپاره مهم رول لري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستيال خان جان الکوزي په ياده ويډيويي غونډه کې وويل، له هند، روسيې او ايران سره د افغانستان سوداګريز ارزښت د زياتېدو په حال کې دی، خو له چين سره يې سوداګريز ارزښت د ټيټېدو په حال کې دی. چين  لویه اقتصادي وده او لوی بازار لري، افغانستان باید له چين سره سوداګريز تګ راتګ پياوړی کړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پراخ راتلونکی لري.

د چين او افغانستان په سوداګرۍ کې ستونزې او خنډونه:

اوس د چين او افغانستان ترمنځ په راکړه ورکړه او سوداګريزو چارو کې د پيسو ليږد راليږد او د توکو د صادراتو او وارداتو په شمول ځينې مسئلې شته، چې د سوداګرۍ د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځيدلي، نو د توکو د ليږد رالیږد لپاره د یوه خدمتي ډګر جوړول لازم او اړين کار دی. د مالوماتو له مخې، د افغانستان په بازار کې ۹۰ سلنه توکي په چين کې جوړ شوي، د افغانستان له لارې اروپا ته د چيني توکو صادرول تر ټولو لنډه او اغېزمنه لاره ده. د افغانستان سرچينې او ځانګړي توليدات په چين کې ښه بازار لري او چينايان ورته اړتيا لري، خو د دواړو هيوادونو ترمنځ د لویو توکو د پېر او پلور اسانتياوې او د صادراتو او وارداتو لوی ډګرونه نشته،  بله مسله دا ده، چې د چين او افغانستان ترمنځ زياتره معاملې په ډالرو کيږي او د ار اېم بي RMB  کارولو لپاره اسانه لاره نشته. د کورونا وبا له امله، د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ بند شوی، چې له امله یې د دواړو خواوو د تجارانو ترمنځ معاملې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي. چين او افغانستان د سوداګرۍ يوې ثابتې او خوندي لارې ته بېړنۍ اړتيا لري.

د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ډګر مهم اهميت

د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ډګر د جوړولو پروژه به د چين د چونګ چينګ ښار د سوداګريزې کمېټې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې تر ملاتړ او لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو د توان لرونکو تصديو لخوا ترسره شي او په دې سره به یادې ټولې ستونزې حل شي.

 چونګ چينګ ښار به د خپلو وړتياوو په کارولو سره د ياد ډګر جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.

د مثال په توګه، د افغانستان د جلغوزو په شمول زراغتي توليدات به چين ته صادرېږي، چونګ چينګ ښار به د دغو توليداتو د زېرمې، سوداګرۍ او ليږدولو په  برخو کې ځينځيري خدمتونه وکړي، چې په دې سره به د توکو اړوند لګښتونه ټيټ شي او چين ته د افغانستان د زراغتي توليداتو د صادرېدو لپاره به نوې کړکۍ پرانيستل شي. برسيره پر دې، دغه ډګر به د دواړو هېوادونو تصديو لپاره پولي خدمتونه هم برابر کړي.

له دغې غونډې وروسته، د افغانستان ارګ سمدلاسه د دې پروژې په اړه افغان مسئول ته لارښوونه وکړه، چې له چين سره سوداکريزې همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.  د افغانستان په بازار کې ډېر فرصتونه شته او چين بايد خپله وړتيا وکاروي او د ساختماني چارو په برخه کې دې له افغانستان سره هراړخيزې همکارۍ وکړي، ځکه دا د چين او افغانستان له ګډو ګټو سره سمون خوري.