د چين ـ د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکاريو د بريالتوب مهم ټکي
cri2021-02-10 12:32:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۹مه نېټه د چين ـ د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د انلاين سرمشريزې غونډې مشري وکړه او دغې غونډې ته يې يوه وينا  وکړه. هغه په خپلو خبرو کې په نوې زمانه کې د منځنۍ او ختيځې اروپا د ۱۷ هېوادونو او چين ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه ځيني وړانديزونه وکړل او يو لړ مهم تدبيرونه يې اعلان کړل چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د لا پرمختيا لپاره يې لوری روښانه کړی دی.

د چين ـ د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ همکاريز نظام چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی، چين د نورو نړيوالو همکاريزو ډګرونو په نسبت ځوان دی، خو د پرمختګ سرعت يې ډېر د پاملرنې وړ دی.

د شي جين پينګ په وينا کې په تېرو ۹ کلونو کې د چين ـ د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکاريو يو لړ برياليتبونه بيان کړل، مثلا د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت نږدې ۸۵ سلنه زيات شوی، د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي منظم تګ راتګ د منځنۍ او ختيځې اروپا زياتره هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی او د دغو اورګاډو د عمومي شمېر څه باندې ۳۰ زرو ته رسېدلی دی. شي جين پينګ د چین او د ۱۷ اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو په اړه بريالۍ تجربې راغونډې کړې او زياته يې کړه چې د مشورو له لارې مو مسئلې حل کړې، له ټولو همکاريزو خواوو سره مو د برياليتوب ګټې شريکې کړې، د ورخلاصون او ټولشموليت په فضا کې مو ګډ پرمختګ کړی او په نوښتګرو طريقو مو دوامداره پرمختګ موندلی، او داسې نور. دغې تجربې د چين د څواړخيزم او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو له اصولو سره سمون لري، او د تل په شان يې برياليتوبونه  تر لاسه کړي دي.

اوس په نړۍ کې د کرونا وبا او له سلو کلونو راهيسې يو بې ساری بدلون رامنځته شوی او د نړيوالو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې رامنځته او موجودې دي. چين او ياد اروپايي هېوادونه هم د کرونا وبا د وقايې او کنټرول او د اقتصاد د احيا دندې پر غاړه لري. شي جين پينګ د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د لا پياوړتيا په اړه يو لړ وړانديزونه بيان کړل.

له کرونا وبا سره مقابله اوسنۍ تر ټولو بېړنۍ دنده ده او په دې برخه کې يادو دواړو خواوو يو له بل سره ډېرې مرستې کړې چې ډېرې د پاملرنې وړ دي. اوس سربيا له چين څخه ۱ ميليون د کرونا ضد واکسين تر لاسه کړي چې په اروپا کې له هغو هېوادونو څخه ګرځېدلی چې خلکو ته د واکسين ورکولو انډول يې تر ټولو زيات او لوړ دی. هنګري هم د چين له اړوند شرکت سره همکارۍ کوي او د دې هېواد لومړي وزير اوربن ويکتور د چين لخوا د توليد شوی واکسین د کولو نیت څرګند کړی دی.

شي جين پينګ وويل، چين غواړي له يادو اروپايي هېوادونو سره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تجربې شريکې کړي او واکسين ته به د نورو هېوادونو اړتياوې تر غور لاندې ونيسی. برسيره پر دې، د چين د اقتصاد عادي کېدل د دغو اروپايي هېوادونو د اقتصادي احيا لپاره باور برابر کړی او د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته د ۱۷+ ۱ ترمنځ د همکاريو د لا ژورتيا لپاره يې بنسټ ايښی دی.

  چين په ياده انلاين سرمشريزه غونډه کې يو لړ همکاريز وړانديزونه وکړل، مثلا د هنګري او سربيا ترمنځ د اوسپنیزو لارو جوړونې د هڅولو په شمول د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به مهمې پروژې ترسره شي، د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ته د چين صادرات به پراخ شي، د شين اقتصاد په برخه کې خپلمنځي همکارۍ به لا پياوړې شي او داسې نور.

  د پولڼد پخواني مرستيال لومړي وزير ګرزګورز کولودکو وويل، هغه د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو او چين ترمنځ د همکاريو په اړه خوشبينه . دا ښيي چې دغه اروپايي هېوادونه له چين سره د همکاريو د ژورتيا په اړه پراخې هيلې لري.