د کوويد۱۹ د سرچينې په هکله د روغتيا د نړيوال سازمان د کارپوهانو له خوا د رښتينو معلوماتو د ور کولو له امله توطيه جوړونکي مايوس ښکاري
CRI2021-02-11 11:44:41
شريکول:

د کوويد۱۹ د سرچينې په هکله د روغتيا د نړيوال سازمان د کارپوهانو له خوا د رښتينو معلوماتو د ور کولو له امله توطيه جوړونکي مايوس ښکاري

د روغتيا نړيوال سازمان د تحقیقاتي ډلې مشر امبریک د فبروري په نهمه نېټه په وو هان ښار کې  د کوويد۱۹ د سرچينې د لټون په هکله د چين او دغه سازمان د کارپوهانو د ګډې ډلې په يوه خبري ناسته کې وويل، دا امکان نه لري چې د کوويد۱۹ ويروس د وو هان له لابراتوار څخه خپور شوی وي.بايد دا ادعا تکرار نه شي. د دې څرګندونې له امله د امريکا سیاستوال او خبري رسنۍ مايوس ښکاري.

د دې ترڅنګ پر چين باندې هغه لګېدلی تور هم روښانه شوی چې د ياد ويروس د سرچينې د لټون مخنیوی يې کړی دی. په دې وروستیو کې د روغتيا نړيوال سازمان او د چين کارپوهانو په ګډه د دې ويروس په اړه يې د ګڼ شمېر پخواني راټول شوي معلومات هم څېړلي او د طبي کارکوونکو، د اړوند لابراتور د کارکوونکو، اداري مامورينو او سوداګرو په شمول له ډېرو وګړو سره يې د نظريو تبادلې وکړې.د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې غړي ډاکتر پيتر دازاک د بلومبورګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چيرته چې مونږ غواړو لاړ شو او هر څوک چې غواړو ور سره وګورو، چيني کارپوهان تيار دی چې را سره لاړ شي.

له دې څخه ښکاريږي چې چين د کوويد ۱۹ د سرچينې د لټون په هکله شفاف دريځ لري او په فعاله توګه يې د روغتيا نړيوال سازمان له اړوندو کارونو څخه ملاتړ کړی او کوي يي او د يوه لوی هېواد په توګه يې خپله دنده تر سره کړې ده. نو پر چين باندې هغه تور چې د دې ويروس د سرچينې د لټون په اړه د تحقيقاتو مخنيوی يې کړی، بې بنسټه دی.

حقيقت دا دی چې د کوويد ۱۹ ويروس د سرچينې لټون يوه ساينسي او علمي مسئله ده او له سياست سره هېڅ تړاو نه لري، نو ياد تور دې رامنځته نه شي.د کوويد ۱۹ ويروس د تحقيقاتو موخه د حقيقت روښانه کول او د سترو ساري ناروغيو مخنیوی دی.

د دې ويروس د سرچيني لټون په هکله د چين او روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو د ګډې ډلې د ابتدايي نتيجې له مخې د دوی په اند د کوويد ۱۹ ويروس ښايي له  حيواناتو څخه انسانانو ته انتقال شوي وي، د دې ترڅنګ دوی هم دا نظر لري چې دغه ويروس ښايي په مستقيمه توګه اويا له کنګل شويو خوړو څخه انسانانو ته انتقال شوي وي. دې نظر په نړۍ کې د ياد ويروس د سرچينې د لټون کارونو د تر سره کولو لپاره لازمه زمينه برابره کړې ده.

اوس مهال نړيوالو خبري رسنيو ډېر داسې خبرونه خپاره کړي چې د ۲۰۱۹ کال په دوهمه نيمايي کې دغه ويروس د نړۍ په ځينو ځايونو کې خپور شوی و. د کوويد ۱۹ د سرچينې لټون يادو خبرونو ته لازم ځواب دی. د يادو کارپوهانو د ګډې ډلې د چيني لوري مشر ليانګ وان نيان وويل چې دغه ګډه څېړنه او تحقيقات د سارس (SARS) او په نړۍ کې د کوويد ۱۹ ويروس د سرچينې لټون يوه برخه ده او د نړيوالو او چیني ساينسپوهانو د پخوانيو څيړنيزو راپورونو پر بنسټ برابر شوی چې دا به په نورو هېوادونو او سيمو کې د دې ويروس د سرچينې د لټون کارونو د تر سره کولو لپاره بنسټ واوسي.

د دې ترڅنګ نړيوال له چين څخه د روغتيا نړيوال سازمان د دې ليدنې له لارې په چین کې د کوويد ۱۹ وبا د مخنیوي چارو د شفافیت په باب لازيات معلومات تر لاسه کولی شي. چين د کووید ۱۹ وبا په پيل کې پر وخت د روغتيا نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې ته معلومات وړاندې کړل، په فعاله توګه يې له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ د پرمخبيولو او نورو هېوادونو ته د ماسک په شمول د طبي توکو د ليږدولو لپاره هڅې وکړې او تر هغه وروسته يې څو هېوادونو ته د چيني طبي کارپوهانو ډلې وليږلې او پر دې یې ټينګار وکړ چې د کوويد۱۹ ضد واکسین دې د نړيوال عامه توليد په توګه وړاندې شي. د چين له يادو کړنو څخه د يوه لوی هېواد مسؤليت او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې ابادي ښکاريږي. له اوسنيو شواهدو څخه څرګنديږي چې د کوويد ۱۹ ويروس د سرچينې لټون يو لازم کار دی. نو چين هيله لري چې اړوندې خواوې له دغه هېواد سره په دې برخه کې فعاله همکارۍ وکړي او د دې ويروس د سرچينې د لټون لپاره د روغتيا نړيوال سازمان ته اړونده بلنه ور کړي تر څو په راتلونکې کې د سترو ساري ناروغيو د مخنيوي لپاره خپل خدمتونه وکړي.