د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ټلېفوني خبرو نړۍ ته فعاله اشاره ورکړه
CRI2021-02-12 11:20:40
شريکول:

     

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې يعنې د چين د کرنيزې جنترۍ د (چو شي) ورځې په سهار د امريکا له ولسمشر جوسيف بايډن سره ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د غوايي چيني کال په مناسبت يو بل ته مبارکي وويله او د دوه اړخيزو اړيکو او ګډې علاقې وړ مسئلو په باب يې د نظريو تبادلې وکړې.

دا لومړی ځل دی، چې د امريکا د نوي حکومت د ماموريت له پيل کېدو وروسته دواړو مشرانو په مستقيمه توګه ټلېفوني خبرې وکړې. دواړه مشران په دې اند دي، چې دغه خبرې به نړۍ ته مثبته او فعاله اشاره ورکړي. له دې څخه څرګندېږي، چې دواړه مشران د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي په اړه سياسي نيت لري.

رئيس شي جين پينګ په دغو خبرو کې له تېرې نيمې پيړۍ راهيسې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د بيا اعاده کېدو او پرمختګ تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړه او يو ځل بيا يې پر دې ټينګار وکړ، چې همکاري به د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره وي او شخړه به دواړو هېوادونو ته زيان ورسوي، نو همکاري د دواړو هېوادونو لپاره يوازينۍ سمه لاره ده. ښاغلي جوسيف بايډن چين ته څلور ځله سفر کړی او له دغه هېواد اشنا دی. نوموړي د امريکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته څو څو ځله له چين سره د همکاريو پر وجيبې ټینګار کړی دی. له دې څخه څرګندېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون خوري او د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو د پرمختګ لپاره هم ګټور دی.

د توپيرونو کنترول او د همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره کليدي اهميت لري. دواړو مشرانو په دغو خبرو کې يو بل هېوادونو ته د ورتګ نيت هم څرګند کړ.

رئيس شي جين پينګ په دغو ټلېفوني خبرو کې وړانديز وکړ، چې دواړه هېوادونه دې د ډيپلوماسۍ، اقتصاد، پولي چارو، د قانون د اجرا کولو او پوځ په برخو کې تماس ونيسي او په هره ساحه کې دې د خبرو نظامونه بيا اعاده کړي، څو په دقيقه توګه په متقابلو پاليسيو او موخو پوه شي، تقاهم زيات او بدګمانۍ کمې شي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې ولسمشر جوسيف بايډن په دغو ټلېفوني خبرو کې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه بايد د شخړو او کشالو مخه ونيسي او همکارۍ دې پياوړې کړي. نوموړي هيله وښودله، چې له چين سره رڼې او رغنده خبرې وکړي او متقابل درناوی وکړي، څو تفاهم زيات او بدګماني ورکه شي. له دې څخه څرګندېږي چې امريکا د چين وړانديز ته ښه ځواب ورکوي.

چين او امريکا بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړيو او په نړۍ کې د ډېرو لويو اقتصادونو په توګه د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ځانګړې دندې او مسؤليتونه پر غاړه واخلي، نو له دې امله ټوله نړۍ د دواړو مشرانو ترمنځ دغو ټلېفوني خبرو ته په تمه ده.

رئيس شي جين پينګ په دغو خبرو کې غوښتنه وکړه، چې دواړه هېوادونه دې د نړيوالې سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره تاريخي خدمتونه وکړي. نوموړي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو پر بنست به زياتې سترې چارې تر سره شي، چې د دواړو هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ لپاره به ګټورې وي. د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه او کشاله به د دواړو هېوادونو او ټولې نړۍ ناورين وګرځي. دا د چين تلپاتي دريځ دی او هم د کورنا وبا پر وړاندې د اقتصاد د بيا سمسورتيا له غوښتنې سره سمون خوري. له دې څخه څرګندېږي چې چين د يو ستر هېواد په توګه خپل مسؤليتونه پر غاړه اخلي.

ولسمشر جوسيف بايډن مخکې تردې، د ډيپلوماتيکو تګلارو په اړه يوه وينا کې په ښکاره توګه څرګنده کړې، چې د امريکا ډيپلوماسي بيا اعاده شوه. نړۍ هيله لري چې امريکا به په رښتينې توګه يواړخيزم، د ګوښه والي غوښتنه، امريکا ته د لومړيتوب ورکونه او سياسي کوچنۍ دايره پرېږدي. امريکا بايد د يو ستر هېواد په توګه خپل مسؤليتونه پر غاړه واخلي او له چين سره دې د نړيوال پرمختګ لپاره ګډ خدمتونه وکړي.