له چينه د بي بي سي شړل کېدل؛ د هغه متل خبره ده چې وايي خپل عمل د لارې مل دی
cri2021-02-13 12:26:54
شريکول:

چين د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په خپل قلمرو کې د بي بي سي د نشراتو د بندولو اعلان وکړ او لامل يې د دغه هېواد له مقرراتو او د خبر رسونې له مسلکي اصولو څخه سرغړونه او د ياد هېواد ملي ګټو او قومي يووالي ته زيان رسول ښودل شوي دي

چين ياده پرېکړه د خپل ملي حاکميت او حقه حقونو، همدارنګه د خبر رسونې د مسلکي منلو اصولو د ساتلو په چوکاټ کې کړې ده. له دغه هېواد څخه د بي بي سي شړل کېدل هغه مشهور متل ثابت کړی دی چې وايي ((خپل عمل د لارې مل دی)).

بي بي سي هم د تيرو څو کلونو راهيسې متأسفانه د چين په اړه ډېر ناسم خبرونه خپاره کړي دي. د بېلګې په توګه بي بي سي ((بېرته هوبۍ ته ستنېدل)) مستند فلم کې د هو بۍ ولايت مرکز ووهان ښار د روانې کرونا وبا سرچينه بللی او پکې يې د چين د ترهګرۍ ضد د يو پوځي تمرين وېډيوګانې کارولې او ورته يې داسې ويلي، چې چيني پوليسو د قوانينو د تطبيق په بهير کې له زور زياتي څخه کار اخيستي او په بشري حقونو يې تېري کړي دي.

بي بي سي پر کرونا وبا سربيره د شينجيانګ په اړه هم ډېر ناسم خبرونه خپاره کړي دي او پر چين يې بې اساسه تورونه لګولي دي. دغې رسنۍ په تېرو شپږو مياشتو کې د شينجیانګ په اړه تر ۴۰ ډېرې مقالې خپرې کړې او پکې يې جعلي له درواغو ډک خبرونه خپاره کړي دي چې د چين حکومت د شينجيانګ اويغوريان جبري کار کولو ته اړ کوي او د اويغور او د نورو لږکيو نسل مخنيوی کوي. دغې رسنۍ په دې وروستيو ورځو کې يو ځل بيا د شينجيانګ په اړه جعلي خبر ورکړی چې وايي د مسلکونو او مهارتونو په ښوونيز مرکز کې ښځې د جنسي تېريو  له ګواښ سره مخامخ دي.  حقيقت دا دی چې هغه مېرمن چې زمروت داووټ نومېږي او بي بي سي په خپلو رپوټونو کې غږولې ده، هېڅکله د مسلکونو او مهارتونو په ښوونيز مرکز کې نه ده شامله شوې. دا ډول جعلي خبرونه د پرديو له خوا د چين د قومي يووالي پر ضد دي او ورته د زيان رسولو ناکامې هڅې دي.

خبريالې اننا بريس چې له بي بي سي سره يې يوه موده کار کړی، په ۲۰۱۹ کال کې په ټولنيزو رسنيو کې رسوا کړې ده چې بي بي سي د سوريې په اړه هغه داسې جعلي خبر ورکړي وو ويل يې دغه هېواد کيمياوي وسلې لري. نوموړې زياته کړې ده چې بريتانويان دې د بي بي سي د رپوټونو او خبرونو په اړه محتاطه اوسي، ځکه دغه رسنۍ حقيقتونه پټوي او قصدا ګڼ شمېر جعلي خبرونه او رپوټونه خپروي.