د پسرلني اختر د رخصتيو په موده کې په خپلو ځايونو او سيمو کې پاتې کېدل د چينايانو د وطن دوستۍ او هلو ځلو د اصلي نظر ښکارندويي کوي
CRI2021-02-14 14:03:24
شريکول:

د چينايانو لپاره پسرلني اختر د يو کال په موده کې تر ټولو مهم اختر دی او د چيني دود له مخې، هغه چينايان چې له خپلو ټاټوبيو څخه ليرې او په بهر نورو ځايونو کې کارونه کوي، د دغه اختر په رخصتيو کې هرومرو بير ته خپلو ټاټوبيو ته ستنېدل غواړي او له خپلو کورنيو غړو سره راغونډيږي او د دغه اختر نمانځنه په ګډه کوي. خو روان کال  زيات شمېر چينايان د کرونا خطر کمولو او د مخنيوي تدابيدو په ترڅ کې د حکومت د وړانديز او غوښتنې له مخې چې بهتره ده تر څو په خپلو ځايونو او سيمو کې پاتی شي او د پسرلني اختر نمانځنه وکړي.

خو د دې پسرلني اختر په موده کې فضا لا هم له مينې څخه ډکه ده. د کورنيو غړو، دوستانو، خپلوانو او ملګرو په انلاين ډول په ګډه د پسرلني اختر په شپه ډوډۍ خوړلې، يو بل ته يې د دغه اختر په مناسبت مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې، د پوست له لارې يې خپلو کورنيو غړو او خپلوانو ته د ټاټوبيو ډالۍ، سوغاتونه ليږلي دي....په انلاين ډول يې د خپلو کورنيو له غړو سره د راغونډوېدو لارې د روان کال د پسرلني اختر په موده کې مختلفې په زړه پوري کيسې زياتې شوې او د کرونا وبا د وقايوي او مخنيوي تدابيدو لپاره يې خپل ټينګ ملاتړ ښودلی دی.

د شمېرنې له مخې، د پسرلني اختر مخکې د اوسپنيزو لارو او الوتکو له لارې د مسافرينو د تګ راتګ شمېر د تېرو څو کلونو په پرتله ډېر کم شوی. په شپږ دېرشو لويو او منځنيو ښارونو کې د هغو کسانو شمېر چې  په خپلو کار ځايونو کې دغه اختر تيروي، د تېر کال په پرتله څه دپاسه اته څلويښت مليونه تنه زيات شوي.

ملکي وګړو دغه غوښتنه منلې او ورته برياليتوب ورکړی او اتلان  له عادی خلکو څخه رامنځته شوي. په تېر يو کال کې يو ميليارډ چينايانو د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي لپاره په ګډه هلې ځلې کړې او د روان کال د پسرلني اختر په وخت کې د تګ راتګ دود ځنډوي او په انلاين ډول له خپلو کورنيو غړو سره د راغونډېدو له لارې بيا د يووالي او خدمتونو او د وطن دوستۍ ټينګې نظريې څرګندې کړې.  د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير جګ پوړي مشاور بروس اليوارډ ( Bruce Alyward) داسې وايي، ټول چينايان مسئولانه او خدمتي روحيې لري او غواړی د کرونا وبا د مخنيوي په بهير کې خپل بې شمېره خدمتونه تر سره کړي.

د پسرلني اختر په موده کې په خپلو ځايونو او سيمو کې د پاتی کېدو لپاره د خدمتونو ضمانت ډېر مهم دی. خلکو ليدلی چې د ژوند لپاره ډول ډول توکي او مالونه برابريږي، د انټرنيټ، ټلويزيون او راډيوګانو له لارې ډول ډول کولتوري پروګرامونه ليدلی اواوريدل کېدلی شي او دغو خلکو ته د معاش او رخصتۍ ورکولو په شمول يو لړ تشويقي تدبيرونه غوره شوي تر څو خلک په خپلو ځايونو او سيمو کې په خپله منظم ژوند تېر کړي شي.

په ټوله نړۍ کې چين د کرونا وبا ښه  تداوي او کنټرول کړې او د اقتصاد زياتوالی يې رامنځته کړی، د ټاکلي پلان له مخې يې د بېوزلۍ له منځه وړلو هدف بشپړ کړی. په تېر يو کال کې د چينايانو تر ګډو هلو ځلو لاندې چين د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د روان کال د پسرلني اختر په موده کې د ټولنې د منظمېدو لپاره د انرژۍ او ترافيک په شمول په بېلا بېلو ساحو کې کارکوونکي لا هم په خپلو ځايونو کې خدمتونه تر سره کوي او زيات شمېر  چينايان د توکو د کافيوالي لپاره په توليدي چارو مصروف دي.

د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې، روان کال د غويي کال دی. په چيني کولتور کې غويی د زيارکشۍ، خدمتونو، هلو ځلو او قوت استازيتوب کوي. دغه  ښه حيثيت د روان کال په پسرلني اختر کې څرګنديږي. په زړونو کې وطن شته او له ليري واټن څخه هم يووالی ساتل کېږي. که څه هم روان کال خلک په خپلو ځايونو کې د پسرلني اختر نمانځنه کوي او تګ راتګ نه کوي، خو د چينايانو د زړونو تر منځ فاصلې لا نژدې شوې. دا به لا سترې قواوې رامنځته کړي او د چينايانو د ښکلې راتلونکې لا هڅونې به وکړي.