لازياتو بهرنيو سوداګرو په چين کې د پسرلني اختر کلتور احساس کړی
cri2021-02-15 11:05:47
شريکول:

د روان کال په پسرلني اختر کې لازياتو بهرنيو سوداګرو په چين کې دغه اختر نمانځلی او اړوند کلتور يې احساس کړی دی.د چين د جه جيانګ ولايت د يي وو ښار چې په نړۍ کې د کوچنيو تولیداتو د راغونډېدو تر ټولو لوی مرکز ګڼل کيږي، ډېرو بهرنيو سوداګرو په لومړي ځل دلته پسرلني اختر ونمانځه او د چين د دې اختر د کلتور په باب يې معلومات تر لاسه کړل.

ماليزيايي سوداګر ګوو جي فو چې په يي وو ښار کې يې د ۱۷ کلونو لپاره ژوند کړی، په لومړي ځل  په چين کې پسرلني اختر تېر کړ. هغه وويل چې د کوويد ۱۹ وبا له امله اړ شوی چې دلته پاتی شي او په لومړي ځل يې په يي ښار کې پسرلنی اختر نمانځلی دی.

ښاغلي ګوو په تېرو لسګونو کلونو کې په دې ښار کې د کرسټال په سوداګرۍ لګيا دی او د چيني بازار ستر سوداګريز فرصت يې احساس کړی چې هغه د دې ښار د سترو بدلونونو عينی شاهد ګرځيدلی دی. هغه وويل چې په رښتينې توګه مې د بهرنيو سوداګرو لپاره د دې ښار له خوا برابرې شوي اسانتياوې احساس کړې. يي وو ښار زما د دوهم ټاټوبی غوندی دی. د يي وو ښاروالۍ د بهرنيانو لپاره امتيازي تګلاره غوره کړې چې ترې  زه هم برخمن شوی يم.

د معلوماتو له مخې روان کال زياتره بهرني سوداګر د پسرلني اختر د نمانځلو لپاره دلته پاتې شوي چې په دې جمله کې يې زياترو په لومړي ځل دلته دغه اختر تېر کړی. د بهرنيانو له خوا د چين د کلتور د احساسولو او د چين د پسرلني اختر په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د بهرنيو چارو ځايي څانګې او د نړيوالې سوداګرۍ مرکز د خطاطۍ د زده کړې او د جياو ځه په نوم د چيني ځانګړو خوړو د جوړولو په شمول ډېر په زړه پورې فعاليتونه ترتيب کړي دي. د دې ښار د فو تيان کوڅې د جن شينګ په نوم د استوګنې سيمې د ګوندي کميټې منشي لو چون وويل چې زمونږ په سيمه کې د بهرنيانو شمېر ډېر دی. زمونږ حکومت په يي وو ښار کې د بهرنيانو له خوا د پسرلني اختر د نمانځلو لپاره هڅې کړې دي. نو ځکه ډېر فعاليتونه مو تر سره کړل چې موخه يې په چين کې د دوی له خوا د نيکمرغۍ فضا احساسول دي. يي وو يو داسې ښار دی چې د بهرنيانو لپاره خنډونه نه لري او ډېرې اسانتياوې يې برابرې کړې دي. نو زمونږ د دغو فعاليتونو موخه دا ده چې غواړو دوی په خوشحالۍ سره دلته دغه اختر تېر کړي.

هندي سوداګر چې چيني نوم يې تيان اې مينګ دی، د لو چون له خوا د ور کړل شويو کاغذکيچۍ او د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي په اړه سوغات تر لاسه کړ. د يي وو ښاريانو د مېلمه پالنې په هکله تيان اې مينګ ور څخه ډېره مننه څرګنده کړه. هغه وويل چې دا ځای يې د خپل ټاټوبي  غوندې دی او مونږ دلته ډېر خوشحاله يو چې دلته مو د دې اختر په نمانځلو کې ګډون کړی.

د ډېرو بهرنيو دوستانو په اند د چين پسرلنی اختر يو ډېر ځانګړی اختر دی. امريکايي ځوان تان جيا شو چې په بېجينګ کې يې ژوند کړی دی،د دې اختر په باب ډېر معلومات لري. د روان کال په پسرلني اختر کې يې له خپلو چيني دوستانو سره دغه اختر نمانځلې  دی، که څه هم د خپلې کورنۍ له غړو لېرې و، خو د دوستانو په ملګرتيا سره دغه اختر ډېر ځانګړی او له خوښيو ډک بولي. هغه وويل چې دغه اختر زما لپاره نوی نه دی، ځکه چې په چين کې مې د شلو کلونو لپاره ژوند کړی چې  اتيا سلنه دوستان مې چينان دي. دوی زما د کورنيو غړو غوندې دي.

 اوس مهال پسرلني اختر نه يوازې د چينايانو لپاره دوديز اختر دی بلکې د نړۍ په څه باندې شلو هېوادونو او سيمو کې د دولتي او سيمه ييزو اخترونو په توګه ټاکل شوی دی.

لازيات بهرنيان د چين د پسرلني اختر نمانځل ډېر خوښوي او د چین له عنعنوي او دوديز کلتور سره ډېره مينه او علاقه لري. هغه وويل چې غواړي نړيوالو ته د چيني کلتور د معلوماتو د وړاندې کولو او د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره خپل خدمتونه وکړي.