کوويډ-۱۹ ضد چيني واکسين هنګري ته ورسيد
CRI2021-02-17 12:22:02
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د چين د سينوفارم کمپنۍ جوړ کوويډ-۱۹ ضد واکسين لومړۍ جوپه د هنګري پلازمينې بوداپست ته ورسيده. د هنګري د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت سکرټريت منزيل تاوماش او په دغه هېواد کې د چين سفير چي دا يو په هوايي مېدان کې د واکسين تسليمېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

منزيل په مراسمو کې وويل، چې دغه واکسين د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مهمه لاسته راوړنه ده او ورڅخه د دوستانه دوه اړخيزو اړيکو لوړه سويه ښکاريږي. هنګري له چين څخه مننه کوي چې پر وخت يې له هنګري څخه ارزښتناک ملاتړ کړی. نوموړي په دې اړه باور څرګند کړ چې چيني واکسين به په هنګري کې د زياتو کسانو ژوند وژغوري او د کار او توليدي چارو د بيا پيل بهير او اقتصادي احيا به چټکه کړي.

د هنګري لوی سرطبيب د جنورۍ په ۲۹مه نېټه په دغه هېواد کې د چين د سينوفارم کمپنۍ جوړ کوويډ-۱۹ ضد واکسين تطبيق ته اجازه ورکړه.  ورپسې د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د چين له سينوفارم کمپنۍ سره يې د واکسين د اخيستلو تړون لاسليک کړی دی.