د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې (انځور) پروګرام
cri2021-02-17 11:04:17
شريکول:

د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د چين مېډيا ګروپ پر تلويزيوني چينل د دغه هېواد د نوي کرنيز کال يعنې پسرلني اختر د لمانځنې يوه لويه هنري ننداره خپره شوه. په دغې لويې هنري نندارې کې د انځور په نوم يو پروګرام هم ځای شوی و چې ځينو لوبغاړو پکې د چين د هان قوم دوديزې جامې اغوستې وې، ځينو يې په خوږو نغمو شعرونه وويل او ځينو پکې سندرې زمزمه کړې او نڅاوې يې وکړې.

هر هېواد او هر ملت بايد خپل دودونه او عنعنوي کلتور ښه وساتي او د نوې زمانې د غوښتنې له مخې دې  وده ورکړي.

تاسو د خپل هېواد د د کلتور او دودونو کومه برخه ډېره خوښوئ؟ په کمينټ کې يې وليکئ.