د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د کرونا وبا ضد واکسين په اړه د وزيرانو په کچه د امنيت شورا په يوه علني ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او د خلکو په محور د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا تر سرليک لاندې يوه وينا خپره کړه.
وانګ يي څرګنده کړه چې موږ بايد په لا زياتو کوښښونو سره د کرونا وبا ضد مبارزې او سولې د ساتلو لپاره نوي خدمتونه وکړو. هغه ۴ فقره ييز وړانديز وکړ: لومړی، خلکو ته د لومړيتوب په ورکولو سره دې د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ پياوړې کړو. دوهم، د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو په پلې کولو سره دې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره اسانتياوې برابرې کړو. درېيم، پرمختيايي هېوادونو ته دې د واکسين برابرولو په برخه کې لا زياتې مرستې او ملاتړ برابر کړو. څلورم، د خپلمنځي همغږۍ په پياوړتيا سره دې د م م سيستماتيک رول پياوړی کړو.
( سپوږمۍ)