د ايران ولسمشر: د ذروي وسلې د جوړولو يا کارولو نيت نه لرو
CRI2021-02-18 11:01:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه وويل، د ذروي وسلو په شمول ګڼ وژونکې وسلې د دې هېواد په ملي دفاعي ستراتيژۍ کې وجود نه لري. ايران نه غواړي داسې وسلې جوړې يا استعمال کړي.

د ايراني رسنيو د خبر له مخې، روحاني په همدې ورځ د کابينې په غونډه کې وويل، چې د ايران رهبر سيد علي خامنه ای او پخواني ولسمشر أكبر هاشمي رفسنجاني ويلی چې ايران نه غواړي ذروی وسله جوړه کړي، خو حق لري چې د سولې د ساتنې لپاره ذروي تخنيک ته وده ورکړي. روحاني وويل، ايران د ذروي وسلې د نه خپرېدو په تړون او نورو قراردادونو کې شامل دی او ټول يې تطبيق کړي چې دا تائيد شوي چې د اړوندو تړونونو او ژمنو مراعات یې کړی دی. ايران نيت نه لري چې کوم پټ ذوری فعاليت تر سره کړي.

(فرشته)