د پسرلني جشن په رخصتيو کې د چين د بازارونو له سمسورتيا څخه د دغه هېواد د اقتصاد قوي اقتدار او پټ قوت څرګندېږي
CRI2021-02-18 15:20:26
شريکول:

     د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، په داسې حال کې چې د چين د سږني پسرلني جشن په رخصتيو کې زياترو چينايانو د حکومت د وړانديز له مخې په خپلو کارځايونو کې د دغه جشن لمانځنه وکړه، د چين بېلا بېل ځايونه د پخوا په شان د شوق او ذوق له فضا څخه ډک وو.

   په دغو رخصتيو کې څو چيني فلمونه مشتريانو ته وړاندې شول او د ټکټونو ښې ګټې يې تر لاسه کړې دي. د بېلا بېلو ځايونو د سينما مسؤلينو وويل،

   (د پسرلني جشن په رخصتيو کې د فلمونو عمده نندارچيان ځوان زده کوونکي وو، بر سېره پردې، ډېری نندارچيانو له کورنيو سره يو ځای فلمونه وکتل. )

   ( د نوي چيني کال له لومړۍ ورځې څخه تر پنځمې ورځې پورې مو هره ورځ ۱۳ او يا ۱۴ فلمونه مشتريانو ته وړاندې کړل او د ټکټونو ګټې يې شاوخوا دوه لکه ژن مين بي يوانو ته رسېدې، چې دغه شمېر زموږ له اټکل څخه لوړ دی.)

( زموږ په سينما کې هره ورځ ۵۰ فلمونه خپرېږي او هيڅ تشه څوکۍ نه پيدا کېږي. )

ويل کېږي چې د سږني پسرلني جشن په موده کې د چين فلمي بازار ډېر سمسور و. د چين ملي فلمي ادارې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د يوې شمېرنې پايله خپره کړه، چې له مخې يې په همدې موده کې د چين په فلمي بازار کې د ټکټونو عمومي ګټې له ۷ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو يوانو څخه زياتې وې، چې دغه شمېر په تاريخ کې نوی ريکارډ ټينګ کړی دی. د دې ترڅنګ د ۲۰۲۱م کال د پيل په يوې نيمې مياشتې کې په چين کې د فلمي ټکټونو عمومي ګټې له ۱۰ ميليارډو يوانو څخه زياتې وې، چې دغه اندازه د ۲۰۲۰م کال له نيمايي ګټو سره برابره ده.

د فلمي بازار له سمسورتيا څخه په چين کې د استهلاکي بازار قوي اقتدار څرګندېږي. دغه راز، په دغو رخصتيو کې د سوداګريزو توکيو د پلورنې حالات هم ډېر ښه وو. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مشتريانو وويل،

( د نوي کال په رخصتيو کې، زه د سينګار شيان اخلم او همدلته چکر وهم. )

( پخوا مې د پسرلني جشن په موده کې په عمده توګه خوارکونه اخيستل، خو اوس زموږ د ژوند سويه لوړه شوې ده، نو غواړم کوم ډيجيټال ځيرک توليدات واخلم. )

( زما په اند، د دې جشن په موده کې د امتيازونو په رڼا کې د شيانو بيې مناسبې دي، د سينګار شيانو قسمونه زيات دي او ډېر ښه دي. )

د يوې تازه شمېرنې له مخې، د سږني پسرلني جشن په موده کې د چين د پرچون خرڅلاو د عمده تصديو او رسټورانټونو د سوداګريو اندازه ۸۲۱ ميليارډو ته رسېدلې چې په دې جمله کې د دغو رخصتيو په لومړيو شپږو ورځو کې په چين کې د پرچون خرڅلاو د انلاين پلورنې اندازه له ۱۲۰ ميليارډو څخه زياته وه. د دې ترڅنګ، د چټک پوښټ بستو شمېر ۴۸۰ ميليونو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ برابره زيات دی.

د اختر د لمانځنې توکو، برقي لوازمو، د روغتيا د ساتنې الو په شمول ډول ډول توليدات په دغو رخصتيو کې ښه پلورل شوي، چې په دې جمله کې د زرګرۍ ګاڼو، جامو او بوټانو او سينګار شيانو د پلورنې اندازه د تېر کال د پلور د اندازې په پرتله دوه برابره زيات و.

دغه راز، په دغو رخصتيو کې د رسټورانټونو ګټې او د ډوډۍ د انلاين سپارښتنو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه يو اعشاريه درې ځله او دوه ځله زياتې شوې دي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې په بېلا بېلو ځايونو کې د پارکونو، منظره لرونکو سيمو، موزيمونو او د سکي وهلو ميدانونو په شمول د ساعت تيري په ځايونو کې د سيلانيانو شمېر په ښکاره توګه زيات و.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د اکاډمۍ مشر ګو شېو مينګ په دې اند دی چې استهلاکي پټ قوت د چين په دننه کې د لوی اقتصادي دوران او د چين په دننه او بهر کې د دوو اقتصادي دورانونو د ګډ پرمختګ د نوي چوکاټ بنسټ ګرځېدلی دی. نوموړي وويل،

(د سږني پسرلني جشن په موده کې د چيني استهلاکي بازار له سمسورتيا څخه څرګندېږي، چې د چين استهلاکي بازار ښه او لوی پټ قوت لري او موږ به د کورني بازار د اړتياوو د پراختيا لپاره به ښه راتلونکی ولرو. د چين لوی کورني بازار او د استهلاکي جوړښت تعديلول د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ پټ قوت، خوځنده ځواک او غوره والی دی. )