د م.م سرمنشي د کرونا وبا ضد د واکسين تزريق نړيوال پلان د ټاکلو وړانديز وکړ
CRI2021-02-18 09:46:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د واکسين د ويشلو په اړه يوه علنۍ غونډه کې وړانديز وکړ چې د G۲۰ ډلې تر مشرۍ لاندې يو بيړنی کاري ګروپ جوړ شي څو د کرونا وبا ضد د واکسين تزريق نړيوال پلان جوړ شي. 

ګوټريس په دې اړه وويل چې د کرونا وبا ضد د واکسين پلې کولو پلان موخه ټيټ عايدات لرونکو هېوادونو ته د واکسين او مالي مرستې برابرول دي، خو اوسنی پلان کافي نه دی. موږ بايد د واکسين د تزريق نړيوال پلان په جوړولو سره اړوندې علمي پوهې، توليدي قوې او مالي ملاتړ راغونډ کړو. 

( سپوږمۍ)