هوا چون ينګ: د طبي راپور په جوړونه کې بايد پر ساينس او حقيقت تکيه وشي
cri2021-02-19 10:27:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د لويديځو رسنيو هغه رپوټونه د منلو وړ نه دي، چې له علمي شواهدو پرته يې چين مجرم بللی دی.

په ياده مطبوعاتي غونډه کې يو خبريال پوښتنه وکړه، چې د ملي امنيت په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي جېک سوليوان(Jake Sullivan) ويلي، د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو پلاوي رپوټ بايد خپلواک وي او چين بايد د کرونا وبا د لومړنيو وختونو معلومات وړاندې کړي. چين پدې اړه څه ويل لري؟ 

هوا چون ينګ ځواب ورکړ،  د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو پلاوي ډېرو غړو او څېړونکو د ځينو لويديځو رسنيو هغه رپوټونه، چې وايي چين د کرونا وبا د اصلي معلوماتو له شريکولو ډډه کړې، له حقيقت لرې او بې شرمه بللي دي. نوموړې پر دې ټينګار وکړ، چې د طبي راپور په جوړونه کې بايد پر ساينس او حقيقت تکيه وشي.

نوموړې زياته کړه، چې اوس ډېرو نړيوالو رسنيو هغه داسې راپورونه خپاره کړي، چې له مخې يې کوويډ-۱۹ ويروس د ۲۰۱۹ کال په دوېيمه نيمايي کې د نړۍ په ځينو ځايونو کې خپور شوی، هيله ده چې ځيني هېوادونه هم  فعاله رويه غوره کړي، د ويروس د سرچينې معلومولو په علمي چارو کې ګډون وکړي، له نورو سره د علمي پلټنې نتيجې شريکې کړي او له کرونا وبا سره د نړيوالې مبارزې لپاره خپل مسئوليت او دندې ادا کړي.