د پسرلني اختر په رخصتيو کې په چين کې د پرچون پلور او رستورانټونو کې د خوړو خرڅلاو زيات شوی
cri2021-02-19 15:44:16
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، په دغه هېواد کې د سږني پسرلني اختر په ۷ ورځني رخصتۍ کې د پرچون پلور او رستورانټونو کې د خوړو د خرڅلاو ارزښت ۸۲۱ ميليارډيو چيني يوانو ته رسېدلی چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله٪28.7 زیات دی.

د کرونا وبا په خاطر د سږني پسرلني اختر په رخصتيو کې په چين کې د خلکو سفرونه کم شوي چې دا کار د انلاين سوداګرۍ د لوی پرمختګ سبب شوی دی. د دې ترڅنګ ډېرو خلکو سفرونه نه دي کړي او هر ځای چې دي، همالته پاتې شوي، نو عنعنوي سوداګريزو چارو هم ښه پرمختګ موندلی دی.

د يادونې وړ دا ده چې د سږني پسرلني اختر په رخصتيو کې په چین کې په سينيماګانو کې د فلمونو ګڼ شمېر ټکټونه پلورل شوي چې پدې سره د اقتصادي ودې پر بيا سمسورتيا د خلکو باور ټينګ شوی دی.