چين: د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې د امريکا بيا ګډون د دې مسئلې د رکود د ماتولو يوازينۍ لاره ده
cri2021-02-19 14:57:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين تل دا نظر لري، چې د ايران د ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې د امريکا بيا ګډون د دې مسئلې د رکود ماتولو يوازينۍ لاره ده. 

خبر وايي، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه وويل، ايران يوه ورځ مخکې اعلان کړی چې د روانې مياشتې له ۲۳مې نېټې څخه د ذروي تړون مقررات نه مراعاتوي. د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير رافيل مارينانو ګروسي به په ۲۰مه نېټه ايران ته سفر وکړي. 

 مېرمن هوا چون ينګ په دې اړه وويل، اوس د ايران د ذروي مسئلې وضعيت په کليدي پړاو کې دی، ښکيلې خواوې بايد په تېر دسمبر کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې د شوې موافقې د تطبيق لپاره کوښښونه وکړي، امريکا دې وهڅوي چې بې له شرطه د دې ذروي مسئلې په هراړخيز تړون کې بيا ګډون وکړي او پر ايران دې ټول بنديزونه  لغوه کړي او ايران بايد دغه تړون پوره تطبيق کړي. په عين وخت کې اړوندې خواوې بايد سړه سينه وساتي، څو د ديپلوماتيکو کوښښونو لپاره ښه زمينه برابره شي. (هيله)