چين د اروپايي ټولنې لومړی لوی تجارتي ملګری ګرځېدلی
CRI2021-02-20 15:28:25
شريکول:

د اروپايي ټولنې د احصائيې ادارې د تازه شمېرنې له مخې، تېر کال چين په لومړي ځل د امريکا پر ځای د اروپايي ټولنې لومړی لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی دی.

چين د اروپايي ټولنې په مخکښو لسو لويو تجارتي ملګرو کې لومړنی هېواد دی چې د وارداتو او صادراتو په دواړو برخو کې يې زياتوالی رامنځته کړی. تېر کال اروپايي ټولنې له چين څخه د ۳۸۳ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونو يورو په ارزښت سوداګريز توکي وارد کړي او چين ته يې د ۲۰۲ميليارډه او ۵ ميليونو يورو په ارزښت سوداګريز توکي صادر کړي چې په جلا جلا توګه ۵ اعشاريه ۶ سلنه او ۲ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

د دواړو خواوو ترمنځ د وارداتي او صادراتي توکو د جوړښت له لحاظه د اروپايي ټولنې د لومړي لوی تجارتي ملګري په توګه د چين د مقام سبب دا دی چې محافظتي موادو او الکترونيکو توکو ته د اروپايي ټولنې ډېرو اړتياوو د چين اړوندو توليداتو صادرات هڅولي او د دې تر څنګ په چين کې د کرونا وبا د کنترول او د کار او توليدي چارو د دوباره پيل پر بنسټ د دغه هېواد د کورنيو مصارفو احيا د موټرو په شمول  اروپايي توليداتو ته مهم بازار برابر کړی دی.

د پاليسۍ په برخه کې د چين او اروپايي ټولنې ګډې هڅې او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ ښه بنسټ هم د اروپايي ټولنې د لومړي لوی تجارتي ملګري په توګه د چين د مقام سبب دی. له تېرو څو لسيزو کلونو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سالم پرمختګ کړی دی. له ۲۰۲۰ کال مخکې اروپايي ټولنې په مسلسلو ۱۶ کلونو کې د چين لومړی لوی سوداګريز ملګری او چين په مسلسلو ۱۵ کلونو کې د اروپايي ټولنې دوهم لوی تجارتي ملګری و. تېر کال چين د اروپايي ټولنې لومړی لوی تجارتي ملګری ګرځېدلی او د همدې کال په پای کې د چين او اروپايي ټولنې د پانګونې تړون په اړه خبرې اترې په ټاکلي وخت بشپړې شوې چې دا کار د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د راتلونکي په اړه خوشبينۍ نظريه لا ټينګه کړې ده. د چين او اروپايي ټولنې د تازه پلټنې له مخې، د اروپايي ټولنې تر ۶۰ سلنې زياتې تصدۍ غواړي په چين کې پانګونه زياته کړي. له چين سره دې همکارۍ پياوړې شي او يا پرې شي؟ د دې پوښتنې په اړه د اروپايي تصديو انتخاب روښانه دی.

د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو له سمسورتيا څخه دا ښکاري چې د نړيوال کېدو پر وړاندې د ټولشموليت، همکارۍ او ګډو ګټو لار يوازېنۍ مناسبه لار ده.

روان کال د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان له پيل سره برابر دی او چين د پرمختګ د نوي جوړښت د ابادۍ او د لوړ کيفيت د پرمختګ د پياوړتيا په هڅه کې دی چې دا به اروپايي تصديو ته ډېر فرصتونه برابر کړي. روان کال د اروپايي ټولنې د احيا پلان پيل هم دی او په دې سيمه کې به د شنه پرمختګ او ډيجټلي چارو نوې تګلارې پلې شي چې دا به د چين او اروپايي ټولنې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي.

چين او اروپايي ټولنه د نړۍ دوه لوی بازارونه دي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا به د نړيوال اقتصاد احيا وهڅوي، د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د ازادې او اسانه کېدو لپاره به ګټور رول ولوبوي او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره به خدمتونه وکړي.