د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه کې له افغانستان څخه د پوځونو ايستلو په اړه موافقه نه ده تر لاسه شوې
cri2021-02-20 10:45:11
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ ويډيويي غونډه د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه پای ته ورسېده، ګډونوالو د راتلونکې مۍ تر لومړۍ ورځې مخکې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په اړه موافقه نه ده کړې. 

د ناټو سرمنشي ستوربيرګ په يوه خبري ناسته کې وويل، که څه هم د ناټو ملګري د امريکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې څخه ملاتړ کوي، خو له افغانستان څخه د پوځونو ايستل بايد يو لړ شرایطو ته اړتيا ولري، مثلا د روغې جوړې مذاکرات تر سره شي او طالبان دې له ترهګرو سازمانونو سره اړيکې پرې کړي او داسې نور. هغه زياته کړه چې د ناټو ملګري به په راتلونکو څو اوونيو کې په دې اړه سلامشورو ته دوام ورکړي. (هيله)