شي جين پينګ د اصلاحاتو د پوره ژورتيا په اړه د يوې غونډې مشري وکړه
CRI2021-02-20 16:04:25
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او تر دغه مرکزي کمېسيون لاندې د اصلاحاتو د پوره ژورتيا کمېټې مشر شي جين پينګ د فبرورۍ د ۱۹مې نېټې په مازديګر کې د يادې کمېټې د ۱۸مې غونډې مشري او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د اصلاحاتو پوره ژورتيا بايد د نوې پرمختيايي مفکورې له پلې کولو او د نوي پرمختيايي حالت له ابادۍ سره ونښلول شي. په بله ژبه دا ده چې موږ بايد د اصلاحاتو د پوره ژورتيا په ترڅ کې دې په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه نوې پرمختيايي مفکوره پلې کړو، د نوي پرمختيايي حالت د جوړولو لپاره دې اړوندې موخې او دندې وټاکو، په لا معقوله توګه دې د اصلاحاتو لايحه جوړه کړو او د اصلاحاتو بهير ته دې ژور پرمختګ ورکړو.

( سپوږمۍ)