د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين وړانديز له شين پرمختګ سره تړاو لري
cri2021-02-20 12:46:39
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين وړانديز نه يوازې د پرمختګ په موخه، بلکې د چاپېريال ساتنې په ګټه دی. 

نوموړې وويل، د چين تصديو د همکارو هېوادونو د غوښتنو او اړتياوو له مخې د برېښنا برابرونې په برخه کې د چاپېريال ساتنې، د اعتماد وړ او ډاډمنې ګټورې پروژې ترسره کړې چې د دغو هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او ثبات يې هڅولی او ځايي وګړيو ته يې زياتې ګټې رسولې دي. 

هوا چون ينګ زياته کړه چې د اوبو، بادي او لمريزو تختو په وسيله د برېښنا توليدول د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين يوه عمده همکاريزه برخه ده. په نړۍ کې د لمريزو تختو په وسيله د برېښنا توليد په جمله کې ۷۰ سلنه د چيني تصديو لخوا ترسره شوې چې په نړۍ کې د برېښنا قيمتونو د ټیټولو او د پاکو انرژيو جوړښت د بدلولو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. (هيله)