شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له غړو څخه د ګوندي تاريخ زده کړې غوښتنه وکړي
CRI2021-02-21 11:08:30
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د تاريخ په اړه د زده کړو د هڅولو غونډه د فبرورۍ په شلمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د نوموړي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ګوند له غړو څخه وغوښتل چې د دغه ګوند د پرمختيايي تاريخ په اړه زده کړې وکړي او د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

روان کال د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر دی. شي جين پينګ په همدې ورځ نوموړې غونډې ته په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، د ګوند غړي بايد په خپلو زړونو کې خلکو ته تر ټولو لوړ مقام ورکړي او ښکلي او نيکمرغه ژوند ته د خلکو د هيلو لپاره دې هڅې وکړي، د اداري چارو توان او سويه دې په پر له پسې توګه لوړه کړي او د فساد او ننګونو د مخنيوي توان دې پياوړی کړي.