امريکا بايد د پاريس په تړون کې له دوباره ګډون وروسته رښتيني ګامونه پورته کړي
CRI2021-02-21 15:12:11
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا په همدې ورځ په رسمي توګه د اقليمي بدلون ضد د پاريس په تړون کې دوباره ګډون کړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټريس د امريکا د پريکړې هرکلی وکړ او و يې ويل چې د امريکا د ستنېدو له امله د پاريس تړون دوباره يو بشپړ وحدت حالت ته ور ګرځيدلی دی.

د ګوټريس خبرې د نړيوالې ټولنې د ګډو نظرياتو څرګندونه کوي. د ګردې کرې له اقليمي بدلون سره مبارزه د ټولو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري، خو امريکا چې په نړۍ کې د شنو خونيزو ګازو د ايستلو عمده لوی هېواد دی، د تېر کال په پای کې د نوموړي تړون له امله د هېواد د مالي او اقتصادي بارونو د زياتېدو په پلمه په رسمي توګه له دغه تړون څخه ووتله چې دغسې عمل د تړون په ۱۹۰ لاسليک کوونکو هېوادونو کې بې ساری و.

د امريکا دغه ناوړه او ځان ځاني عمل د پاريس تړون د پلي کېدو اغېزې ډېرې کمزورې کړې. م م خبرداری ورکړ چې که انسانان د بدلون اقدامات و نه نيسي، ښايي په روانه پېړۍ کې له داسې تباه کوونکې نتيجې سره مخامخ شي چې د تودوخې درجې د لوړوالي اندازه تر ۳ سانتيګراډ درجو لوړه شي. د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په دې وروستيو کې ويلي، چې اوس په امريکا کې ډېره سړه هوا د نړيوال اقليمي بدلون نتيجه هم ده.

په ياد شوي حالت کې د بايدن حکومت په مشرۍ امريکا د پاريس په تړون کې دوباره ګډون کړی. د امريکا دغه پريکړه د هرکلي وړ ده، خو د پام وړ خبره دا ده چې دغه مهم تړون د انسانانو د راتلونکي ژوند له چاپيريال سره تړاو لري او هيڅ هېواد اجازه نه لري چې په خپله خوښه په دغه تړون کې ګډون وکړي او يا له دې تړون څخه ووځي او يا يوازې پر شفاهي ژمنو باتې شي او رښتيني ګامونه پورته نه کړي. امريکا بايد د انسانانو د راتلونکي او برخليک له لحاظه د دغه تړون مهم ارزښت ته په درنښت وګوري. رښتيني اقدامات د څرګندونو په پرتله لا مهم دي.

بايدن د تېرې جنورۍ په پای کې له لوړې وروسته سمدستي زيات اداري حکمونه لاسليک کړل او اعلان وکړ چې په ۲۰۳۵ کال کې د برقي صنعت په برخه کې د کاربن د ايستنې د له منځه وړلو موخه او په ۲۰۵۰ کال کې د کاربن د ايستنې او جذب د برابرۍ موخه يې ټاکلې ده. مګر دغه پلان د جمهوريت غوښتونکي ګوند له کلک مخالفت سره مخامخ شوی. د بايدن حکومت پر وړاندې ستونزې شتون لري چې د دغه هېواد د سياسي قطبي کېدو په حال کې څرنګه شعارونه او اعلانونه عملي شي؟ څرنګه د دې مخه نيول کېدلی شي چې دغه تړون د سياسي ګوندونو د سيالۍ قرباني ګرځي؟ څرنګه د اقليمي چارو په اړه د امريکا دوامدارې تګلارې تامينېدلی شي؟

د بايدن حکومت د اقليمي بدلون مسئله په نړۍ کې د امريکا د مشرتوب څېرې د بيارغونې لار بولي. خو (( د مشرتوب څېرې بيارغونه )) معنا نه لري چې امريکا د څو اړخيزم په پلمه د يو اړخيز ګامونه نه شي پورته کولی. د اقليمي بدلون د ننګونې پر وړاندې يوازې څو اړخيزم د انسانانو ګډې ګټې خوندي کولی شي.

پرمختللي هېوادونه د شنو خونيزو ګازو ايستونکي دي او پرمختيايي هېوادونه د اقليمي بدلون زيانمنېدوونکي دي. د اقليمي بدلون په اړه د م م چوکاټي تړون له مخې، پرمختللي هېوادونه بايد د کاربن ايستنې د کمولو لپاره هڅې پياوړې کړي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې د پانګې او تکنالوژۍ مرستې وکړي، څو د اقليمي چارو د ادارې نوی سيستم جوړ شي چې بېلا بېلې خواوې د خپلې وسې په اندازه کوښښ وکړي.

هيله لرو چې امريکا د اقليمي بدلون ضد د مبارزې لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي او د نړۍ د لومړي لوی اقتصاد په توګه دې خپل نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي.