د قطر امير له يانګ جې چه سره ليدنه وکړه
CRI2021-02-21 10:52:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر امير تميم بن حمد الثاني د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په دوحه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر له مشر يانګ جې چه سره ليدنه وکړه.

يانګ جې چه ورته د رئيس شي جين پينګ سلام او نيکې هيلې وړاندې کړې. هغه وويل، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د چين او قطر ترمنځ اړیکې په چټکه او ژوره توګه پرمختګ کوي، متقابل سياسي اعتماد ټينګېږي او خپلمنځي همکارۍ له انرژۍ ډکې دي. چين له قطر څخه ملاتړ کوي چې پخپله د پرمختګ لاره پيدا کړي او د ملي حاکميت ساتنه وکړي. چين غواړي له قطر سره د پرمختګ پلانونو ته پيوستون ورکړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د کرونا وبا ضد برخو کې همکارۍ وکړي او په دوامدار ډول د چين او قطر ترمنځ ستراتيژیکې همکاريزې اړيکې ژورې کړي.

تميم وويل، قطر ډېر غواړي له چين سره اړيکو ته ژوره وده ورکړي، د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د انرژۍ، پانګونو، ديجټلي اقتصاد، کلتورونو او بنسټيزو تأسيساتو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوی پرمختګ ومومي.

(فرشته)