بهرنيان په چین کې د بېوزلۍ له منځه وړلو چارې ستايي
cri2021-02-22 15:01:04
شريکول:

په چين کې په تېرو کابو څلوېښتو کلونو کې شاوخوا ۷۰۰ ميليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي او پدې سره په نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلوپه برخه کې د دغه هېواد د خدماتو انډول له ٪70 څخه اوښتی دی. ډېرو بهرنيانو چې په چين کې ژوند او کار کوي، د دې هېواد د بېوزلۍ له منځه وړلو وضعيت له نږدې ليدلی او دا لوی کار يې ستايلی دی.

راز ګالور د اسرائیل اوسېدونکی دی، نوموړی ۱۳ کلونه کيږي، چې په چين کې ژوند کوي. هغه په چين کې يو رسنيز ارګان جوړ کړی او ډېرې وېډيوګانې يې جوړې کړي او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپرې کړې دي او هميشه په دې هڅه کې وي، چې بهرنيانو ته چين وروپېژني. راز ګالور په تېرو څو کلونو کې په چین کې د بېوزلۍ له منځه وړلو وضعيت د معلومولو لپاره د دغه هېواد  ګوی جو او سه چوان ولايتونو او داسې نورو ځايونو ته تللی او هلته يې له ډېرو ځايي اوسېدونکو سره مرکې کړي او ډېرې وېډيوګانې يې ثبت کړې دي.  نوموړي پدې اړه وايي:

(( په چين کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې بېلابېلې تګلارې پلې کيږي، چې پر مټ يې اوس ډېری بې وزله خلک خپلې چارې لري او د کاروبارونو خاوندان شوي دي. زه  بېوزلو او غربت ځپلو سيمو ته د خپلو سفرونو او له بېوزلو خلکو سره د مرکو له لارې پر دې پوی شوم، چې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د چين تګلارو دغه خلک عصري زمانې ته داخل کړي او دوی ته يې ثابت عايدات پيدا کړي دي.

۷۴ کلن جاپانی هيروتو کاواساکي له هغو کسانو څخه دی، چې ښاغلي راز ګالور ورسره مرکې کړې دي. نوموړی ۷ کاله کیږي، چې په چین کې کار کوي. هغه هره ورځ د سهار په شپږ بجو پاڅېږي او د سباناري له خوړلو وروسته د کار لپاره د سبزۍ فارم ته ځي.  دغه  فارم د هه نان ولايت د يوان يانګ ولسوالۍ کې دی، چې پخوا يوه ډېره بېوزله ولسوالي بلل کېدله. کاواساکي په دې ولسوالۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو وضعيت له نږدې ليدلی، نوموړی وايي:

((د چينايانو ژوند اوس ورځ تر بلې ښه کيږي. په کليوالو سيمو کې د شنو خونو او د خوږګانو او چرګانو د روزلو فارمونه زيات شوي دي. د چين دولت په خپل هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه کړې او په دغه برخه کې يې ډېره پانګونه کړې ده.

تاجکستانی محصل کامولوف محروج  د چين په پلازمينه بېجينګ کې زده کړې کوي، نوموړی په چین کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د رامنخته شوو بدلونونو احساس کړی او وايي:

((د چين دولت هڅه کوي، چې له بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي، د دوی د ژوند د ښه والي لپاره زمينه برابره کړي او ستونزې يې حل کړي.  د چين دولت د دې ترڅنګ د عايداتو د برابرۍ لپاره هم هڅه کوي او په لرې او وروسته پاتې ځايونو کې يې فابريکې جوړې کړي، ځايي اوسېدونکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي او له دوی سره يې له بېوزلۍ څخه د وتلو لپاره مرستې کړې دي.))

د زراعتي پرمختګ نړیوال صندوق هم په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لاسته راوړنې ستايلې دي. په دغه هېواد کې د ياد صندوق استازي ماتيو مارچيسيو پدې اند دی، چې د چين دولت د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره يوه اړخيزه طريقه نه، بلکې يوه جامعې تګلاره غوره کړې، په بېوزلو سيمو کې يې د زېربناوو په جوړولو کې ډېرې پانګونې کړي او د دې ترڅنګ په دغو سيمو کې يې د روغتيا، ښوونې، او داسې نورو برخو کې هم ډېره پانګونه کړې ده. ماتيو مارچيسيو پدې اړه وويل:

((د چين دولت په لومړنيو وختونو کې هڅه وکړه، چې سمندر ته نږدې د پرمختللو سيمو او د هېواد د منځنيو او ختيځو سيمو ترمنځ د پرمختګ واټن کم کړي او وروسته يې ځينو ولايتونو او بېوزلو سيمو ته پام واړوه او مرستې یې ورسره وکړې.))

ښاغلي مارچيسيو زياته کړه، چې چين په ۲۰۱۴ کال کې د هرې بېوزلۍ کورنۍ لپاره برېښنايي کارت جوړ کړی او دغه کار د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره ډېر مهم دی. نوموړي وويل:

(( د چين دولت يو برېښنايي سيستم جوړ کړی، چې د هرې بېوزلۍ کورنۍ هويت، د دوی د بېوزلۍ لامل او داسې نور معلومات يې پکې ثبت کړي دي. حکومت د دغو معلوماتو له څيړلو وروسته له بېوزلو کورنيو سره د مرستې مناسبې لارې چارې ټاکلې دي.))