د چين د کمونېست ګوند د کيسې په عنوان ځانګړې معلوماتي ناسته د شينجيانګ په اروموچي ښار کې تر سره شوه
共产党的故事2021-02-22 14:53:32
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې وياند هو جاو مينګ د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ، چې دغه څانګې او د اويغور په کورواکه سيمه کې د کمونېست ګوند کميټې په همدې ورځ په اروموچي کې د چين د کمونېست ګوند د کيسې په عنوان ځانګړې معلوماتي ناسته تر سره کړه، د څه باندې ۸۰ هېوادونو د کابو ۲۰۰ ګوندونو، نړيوالو سازمانونو، ټولنيزو سازمانونو، خبري رسنيو او د کارپوهانو ارګانونو ۳۰۰ بهرنيو استازو په ويډيويي لاره په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکورې خپرول د دې ناستې موخه ده. (شکريه)