د چین او هند ترمنځ د اردو قوماندانانو په کچه د لسم پړاو خبرې اترې تر سره شوې
cri2021-02-22 10:18:10
شريکول:

د سينهوا اژانس د چين د دفاع له وزارت څخه خبر اخيستی چې د فبروري په شلمه نېټه په موردو کې د چين تر کنترول لاندې سيمه کې د چين او هند ترمنځ د اردو قوماندانانو په کچه د لسم پړاو خبرې اترې تر سره شوې.

دواړو خواوو د بانګونګ جهيل په شاوخوا سيمه کې د پوځي سرتيرو ترمنځ د نښتو بندولو مثبته ارزونه وکړه او په دې اند دي چې دا يو ستر مهم پرمختګ دی او د چين او هند ترمنځ د سرحدي سيمې په لويديځ کې د نورو موجودو مسئلو د حل وفصل لپاره يې بنسټ ايښی دی. دواړو خواوو د يادو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې او پر دې يې موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي او خپلمنځي خبرو اترو ته ادامه ور کړي ترڅو په سرحدي سيمه کې سوله او ارامتيا وساتل شي.(غاټول)