وانګ يي:د چين او امريکا مشرانو په تليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره لاره په ګوته کړه
cri2021-02-22 11:19:44
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبروري په ۲۲مه نېټه د خبرو اترو او همکارۍ له لارې د خپلمنځي توپيرونو د لېرې کولو يعنې عادي مدار ته د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د بېرته راتګ په نوم د لاتينګ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د چين او امريکا مشرانو د چين د تېر کرنيز کال په وروستۍ ورځ کې په خپلو تليفوني خبرو کې د دوه اړخيزو اړيکو لپاره لاره په ګوته کړې.

وانګ يي وويل چې د دواړو هېوادونو مشرانو په دې ورځ کې لومړۍ تليفوني خبرې وکړې او په دې اند دي چې چين او امريکا بايد د متقابل تفاهم د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي تر څو د سوتفاهم مخنيوی وشي، په صادقانه توګه دې يو له بل سره چلند وکړي او يو د بل پر وړاندې مقاومت نه کوي او د خپلمنځيو همکاريو د پياوړتيا لپاره دې هلې ځلې وکړي.د کرونا وبا، د اقتصادي تزلزل او اقليمي بدلون پر وړاندې چين او امريکا د دوو لويو هېوادونو په توګه بايد تر هر څه لومړی خپل کارونه تر سره کړي او د دې ترڅنګ د انسانانو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره دې خپل منځي همکارۍ وکړي چې دا د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده.(غاټول)