شي جين پينګ د مصر له ولسمشر سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-02-23 10:29:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۲۲مې نېټې په شپه د مصر له ولسمشر عبدالفتاع السيسي سره تليفون وکړ.

شي جين پينګ په تليفون باندې څرګنده کړه، د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې چين او مصر يو بل ته د وبا ضد د مبارزې اړوند بيړني مالونه برابر کړي چې ترې د دواړو هېوادونو ترمنځ صميمانه دوستي ښکاري. چين هيله لري چې له مصر سره د واکسين په اړه زياتې همکارۍ وکړي، د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې له يووالي څخه به ملاتړ او د انسانانو د ګډې روغتيايي ټولنې جوړولو ته به خدمتونه وکړي. 

د مصر ولسمشر السيسي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې مصر د هانکانګ، شينجيانګ او تايوان په مسئلو کې د چين له اصلي دريځونو او د ملي حاکميت، امنيت او يووالي د ساتلو په برخه کې د چين د کوښښونو ملاتړ کوي او د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو له مداخلې سره مخالفت کوي. مصر له چين څخه مننه کوي چې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره يې افريقا او نورو پرمختيايي هېوادونو ته قيمتي ملاتړ برابر کړی او هيله لري چې چين له مصر سره د واکسين په اړه همکارۍ ته دوام ورکړي. 

( سپوږمۍ)