د روغتيا نړيوال سازمان: د لوړ عايدات لرونکي هېوادونو لخوا د واکسين اخيستلو قراردادونه COVAX پلان ته زيانونه رسوي
CRI2021-02-23 10:30:39
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د دغه نړيوال سازمان په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د ځينو لوړ عايدات لرونکو هېوادونو او د کرونا وبا ضد واکسين د جوړونکو تصديو ترمنځ د واکسين اخيستلو قراردادونو د روغتيا نړيوال سازمان تر مشرۍ لاندې د واکسين د پلې کولو پلان( يعنې COVAX) ته زيانونه رسولي دي او د ياد سازمان لخوا د اخيستونکو واکسينونو پر شمېر يې منفي اغېز کړی دی.

هغه د يادو هېوادونو په شمول له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه واکسينونه شريک کړي او د واکسين جوړونکې تصدۍ دې له COVAX  سره همکارۍ ته لومړيتوب وکړي او د واکسين توليدونکی توان دې پياوړی کړي.

( سپوږمۍ)