د کوویډ-۱۹ ضد د چین واکسین له ډېرو هېوادونو سره مرستې کړې
cri2021-02-23 14:43:47
شريکول:

د کوويډ-۱۹ ضد واکسين په نړۍ کې عامه توليدات ګرځول د چين ژمنه ده او د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره يې تر اوسه تر خپلې وسې پورې کوښښونه کړي دي. د چين د دوديز پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې له نورو هېوادونو سره د مرستې بهير ته يې دوام ورکړی.

په دې وروستيو ورځو کې د زيمبابوې، سنيګال، هنګري او پيرو په شمول ځينو هېوادونو د چين جوړ واکسين تر لاسه کړي. لا تر اوسه هم کرونا وبا په نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې ده، د چين واکسين د دغو هېوادونو د خلکو د ژوند او روغتيا ساتلو لپاره اميدونه برابر کړي، او د ځينو هېوادونو لخوا دا له چين څخه راغلی د پسرلني اختر سوغات ګڼل کېږي. د زيمبابوې ولسمشر منانګوا وويل، د چين په دننه کې واکسين ته اړتيا هم ډېره زياته ده، خو چين لا هم د زيمبابوي په شمول له پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې. هغه زياته کړه، له چين څخه ليږل شوی واکسين د زيمبابوې لپاره لکه د تونل په سر کې رڼا ده.

چين تر اوسه پورې ۵۳ پرمختيايي هېوادونو ته د واکسين مرستې برابرې کړې او ۲۲ هېوادونو ته يې د واکسين صادراتي چارې روانې دي. د روغتيا نړيوال سازمان د غوښتنې له مخې، چين پرېکړه کړې چې د واکسين د تطبيق پلان ته لس ميليونه دوزه واکسين برابر کړي چې د پرمختيايي هېوادونو بېړنۍ اړتيا پوره شي.

د يادولو وړ ده چې ډېر هېوادونه د چين واکسين ته سترګې په لاره دي، لامل يې دا دی چې دوی له لوېديځو هېوادونو څخه د واکسين اميد نه لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس هم دې ته اشاره کړې چې اوس په نړۍ کې د کوويډ-۱۹ ضد واکسين ويش ناعادلانه دی، په لسو هېوادونو کې د واکسين کولو اندازه د نړۍ ۷۵ سلنه نيسي، خو په عين وخت کې په څه باندې ۱۳۰ هېوادونو کې د واکسين ورکولو بهير لا نه دی پيل شوی. د ONE Campaign سازمان د تازه راپور له مخې، د پرمختللو هېوادونو لخوا د واکسين د سپارښتنو شمېر د رښتینې اړتيا په نسبت يو ميليارډ زيات دی. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم مخکې خبرداری ورکړی و چې د واکسين ويشلو په برخه کې د شتمنيو او بېوزلو سيمو ترمنځ توپيرونه يو ډول اخلاقي ناکامي ده او ښايي د بېوزلو هېوادونو د خلکو ژوند ته سخت زيانونه ورسول شي.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه تل خپله نړيواله دنده پر غاړه اخيستې. څو ورځې مخکې يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د واکسين مسئلې په اړه د وزيرانو په غونډه کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېلې خواوې بايد د واکسين په برخه کې له نژادپرستۍ سره مخالفت وکړي او د واکسين د مساوي ويشل دې لا وهڅوي.

لوېديځ هېوادونه د واکسين د توليد او لاسرسي په ساحه کې وړتياوې لري، نو اوس بايد په مسئولانه رويه د کرونا وبا ضد له نړيوالې مبارزې څخه ملاتړ وکړي او په دې لاره کې عملي کړنې دې ترسره کړي. د ۷ هېوادونو ډلې مشرانو د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په يوه ويډيويي غونډه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې د روغتيا نړيوال سازمان د لارښوونې او همغږۍ رول به پياوړی کړي او په نړۍ کې د واکسين د څېړنې، توليد او ويشلو کارونه به چټک کړي.

عمل د وينا په نسبت لا مهم دی، لوېديځ هېوادونه بايد نه يوازې ژمنې وکړي، خو ژر تر ژره دې خپلې ژمنې په عملي توګه پوره کړي. واقعيتونو څو ځلې دا ښودلې ده چې نړيوالې همکارۍ د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره تر ټولو قوي وسيله ده. چين به د يو مسئولانه هېواد په توګه د تل په شان دغه واکسين د نړۍ د عامه توليداتو او د لاسرسي د ګرځولو لپاره تر خپلې وسې پورې هڅې او کوښښونه وکړي.