د جه جيانګ پوهنتون
CRI2021-02-23 17:14:17
شريکول:

د جه جيانګ پوهنتون (Zhejiang University) يو لرغونی او مشهور پوهنتون دی، چې په ۱۸۹۷ کال کې جوړ شوی او د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې دی. هغه وخت چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لا د جه جيانګ ولايت مسئول و، په خپله له دغه پوهنتون سره اړيکې نيولې او ۱۸ ځلې يې له دې پوهنتون څخه ليدنې کړې دي. هغه د دې پوهنتون د اصلاحاتو او پرمختګ  په اړه يو لړ مهمې لارښوونې وړاندې کړې او هيله يې درلوده چې دغه پوهنتون په نړۍ کې د لومړۍ درجې پوهنتون وګرځي.

د جه جيانګ پوهنتون يو مجموعي، څېړنيز او ابتکاري پوهنتون دی چې په نړۍ کې خپله ځانګړتيا او لويه اغېزه لري. د دې پوهنتون مضمونونه د فلسفې، اقتصاد، حقوقو، ښوونې او روزنې، ادبياتو، تاريخ، هنر، ساينس، انجنيرۍ، زراعت، طب او ادارې په برخو کې دي. دغه پوهنتون ۷ کېمپسونه لري، چې عمومی پيمانه يې ۶۲۲۳۴۴۰ مربع متره دی. تر ۲۰۱۹ کال پورې د دې پوهنتون په ټولو استادانو کې ۵۰ تنه د چين د ساينس اکاډمۍ او د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ اکاډېمسن وو او ۱۳ تنه د اجتماعي علومو غوره استادان وو.

دغه پوهنتون په تېر وخت کې يو شمېر مشهور ساينسپوهان، کلتور پوهان او په بېلابېلو برخو کې غوره کارپوهان روزلي دي. لکه يو د نوبل جايزې ګټونکی، پنځه د چين تر ټولو لوړ د ساينس او تکنالوژۍ جايزې ګټونکي او داسې نور.

د جه جيانګ پوهنتون علمي څېړنې او تخنيکي نوښت ته په درنه سترګه ګوري، د لوړې درجې يو لړ علمي سمينارونه يې جوړ کړي څو چې د بېلا بېلو برخو مضامينو کارپوهان او څېړندويه ډلې يې راټول کړې دي. د دې پوهنتون د علمي نوښتونو اندازه د چين تر ډېرو پوهنتونونو زياته او لوړه ده، چې د چين د ساينس او تخنيک د پرمختګ ډېرې جايزې يې ګټلې دي.

د ۲۰۲۰ کال په جون مياشت کې، د ۲۰۲۱ کال د QS World University Rankings په خپور شوي لېست کې، د جه جيانګ پوهنتون په چين کې پنځم ځای او په نړۍ کې ۵۳م ځای نيولی دی.

 

د ۲۰۲۰ کال په اګست مياشت کې،  د ۲۰۲۰ کال د ShanghaiRanking’s Academic Ranking of World Universities د علمي سويې په خپور شوي لېست کې، د جه جيانګ پوهنتون په چين کې درېيم ځای او په نړۍ کې ۵۸م ځای نيولی دی.

 

د ۲۰۲۰ کال په اګست مياشت کې، د ۲۰۲۰ کال د Moscow International University Ranking په خپور شوي لېست کې، د جه جيانګ پوهنتون په نړۍ کې ۹۷م ځای نيولی دی.

 

د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر مياشت کې، د ۲۰۲۱ کال د Times Higher Education World University Rankings په خپور شوي لېست کې، د جه جيانګ پوهنتون په چين کې پنځم ځای او په نړۍ کې ۹۴م ځای نيولی دی.

 

د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر مياشت کې، د ۲۰۲۰ کال د U.S. News & World Report Best Global Universities Rankings خپور شوي لېست کې، د جه جيانګ پوهنتون په چين کې پنځم ځای او په نړۍ کې ۱۵۷ ځای نيولی دی.