ولی په امريکا کې د تراژيدي پېښې کله نا کله رامنځته کيږي؟
cri2021-02-24 12:23:10
شريکول:

د فبروري په ۲۲مه نېټه په امريکا کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له پنځه لکو څخه اوښتی چې دغه شمېر د دې هېواد د اليکسندريا ښار له نفوس سره برابر دی او په لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړو او په ويتنام کې د امريکا له خوا په پيل شوې جګړې کې د وژل شويو امريکايي سرتيرو له شمېر څخه زيات دی. د امريکا د ساري ناروغۍ لوړ پوړي کارپوه انتونيو فوسي په دې اړه ويلي چې دا يوه ډارونکې تاريخي مرحله ده.

د دې ترڅنګ د روان کال په ژمی کې په امریکا کې د طوپان له امله ۷۶ تنه مړه شوي او د دې هېواد په ټکساس ايالت کې د بريښنايي شبکې د بندېدلو له امله ډېر کسان د يخې هوا له امله د خپلو کورونو په کوټو او انګړونو او موټرو کې مړه شوي دي چې په دې جمله کې ماشومان هم شامل وو. د نيويارک تايمز ورځپاڼې په خپله تبصره کې ليکلي چې د امريکا د کيمياوي او نفتي سوند موادو تر ټولو لوی توليدوونکی ځای د برېښنايي شبکې د بندېدلو له امله زیانمن شوی چې له امله يې زرګونه کسان له ستونزو سره مخ شوی دي.

له دغو شمېرونو څخه ښکاريږي چې امريکايان د کرونا وبا او طبيعي ناورين پر وړاندې له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي. نو نړيوال ښايي دا پوښتنه ولري: ولی په امريکا کې دغسې تراژيدي کله نا کله پېښيږي؟

رښتيا ده چې د يادې پوښتنې ځواب د امریکايي سياستوالو له کړنو سره تړاو لري.

لومړی سياسي ګټو ته لومړيتوب ور کول د يادو ناورينونو د رامنځته کېدو مهم لامل شوی دی. د کرونا وبا په لومړيو ورځو کې امریکايي سياستوالو له يوې خوا د دې وبا مخنيوي او کنټرول ته پاملرنه ونه کړه او له بلې خوا يې د ونډو بازار د خرابوالي نه مخکې خپلې ونډې وپلورلې چې له دې کبله له کوويد ۱۹ وبا سره د مقابلې کليدي فرصت يې له لاسه ور کړ. دغه راز د سخت طوپان د رارسېدو په درشل کې د تکساس ایالت د عوامو مجلس غړي تيډ کروز د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای مکسيکو ته سفر وکړ او حتی د کولوراډو ښاروال تيم بويد ويلي چې يوازې قوي کسان به ژوندي پاتې شي او ضعيف وګړي به ژوند له لاسه ور کړي.

دغه امريکايي سياستوال تل داسې شعارونه ور کوي چې ټول برابر او مساوی دي،  خو تل يې خپلو سياسي او ځاني ګټو ته پاملرنه کړې ده چې له دې کبله د تراژيدي دغسې پېښې رامنځته کيږي.

سربېره پردې په امريکا کې د يادو تراژيديو د رامنځته کېدو اصلي لامل سياسي افراطيت دی. له تېر يو کال راهيسې په دې هېواد کې د دوو ګوندونو ترمنځ مقابله سخته شوې او هره ساحه د دوو ګوندونو له خوا د واک تر لاسه کولو لپاره د سيالۍ پر ډګر بدله شوې ده او هرې موضوع ته سياسي رنګ ور کول کيږي. يادو دوو ګوندونو د لازياتو رايو د تر لاسه کولو او د خپلو لويو پلويانو د ګټو د ساتلو لپاره يو پر بل نيوکې کړې چې له کرونا وبا سره د مقابلې مؤثريت تر زياتې اندازې پورې کم شوی دی. د دې ترڅنګ په تکساس ايالت کې د برښنا بندېدلو د بحران پر وړاندې دغو سياستوالو له خپلو خلکو سره لازمه مرسته ونه کړه بلکې يو بل يې وغندل.

اوس مهال سياسي افراطيت په امريکا کې د ټولو عادي تګلارو د پلې کېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.د تش په نامه امریکايي ديموکراسي، ازادي او بشري حقونه يوازې د يادو سياستوالو شعارونه او تشې خبرې دي. دغو سياستوالو له ملکيانو سره هېڅ مرستې نه دي کړې چې د دوی ستونزې خل او کمې کړي. که امريکايي سياستوال په دوامداره توګه د خلکو ډاډمنتيا او ګټې له پامه وغورځوي او خپل سیاسي افراطيت سخت کړي، نو دوی به هرو مرو د خپلو خلکو ملاتړ له لاسه ور کړي.