چين هيله لري چې د سوداګريزې همکارۍ د بيا عادي کېدو لپاره له امريکا سره ګډ کوښښ وکړي
cri2021-02-25 10:51:58
شريکول:

د چين د سوداګريزو چارو وزير وانګ ون تاو د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين به په روان کال کې د بهرنيو پانګونو د ثبات لپاره اقدامات غوره کړي او د اختلافونو کنټرول، د تبادلې پياوړتيا او د همکارۍ هڅونې په ساحه کې به له امريکا سره ګډ کوښښ وکړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې همکاري بيا عادي شي. برسيره پر دې، د ارام سمندر سيمې د همکاريزو اړيکو د هراخيز او پرمختللي تړون (CPTPP) په باب د چين ارزونه او اړوند تماسونه هم روان دي. (شکريه)