په جينيوا کې د م م په مقر کې د چين دايمي استازي چن شو د بشري حقونو شورا د ۴۶مې غونډې په لوړ پوړې ناسته کې له ځينو لوېديځو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او د خپلو اړوندو ستونزو د حل په موخه دې صميمانه کوښښونه وکړي.
برېتانيې، اروپايي ټولنې، جرمني، امريکا او کاناډا د يادې لوړ پوړې ناستې په ترڅ کې پر چين بې دليله تورونه ولګول او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه وکړه. نوموړي د دوی دغه کړنه وغندله او ويې ويل، چې چين له دغه شان کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او ردوي يې.
هغه زياته کړه، چې که دغه هېوادونه په رښتيا هم د بشري حقونو ساتل غواړي، نو بايد په نورو هېوادونو کې لاسوهنه ونه کړي او د جګړې اور ته دې لمن نه وهي، د بېګناه ولسي وګړيو د وژنې د مخنيوي په موخه دې په نورو هېوادونو کې د خپلو پوځيانو پر جنګي جرمونو پردې نه اچوي او د نورو هېوادونو د خلکو هوساينه او نيکمرغي دې نه خرابوي.
( سپوږمۍ)