د ايران ولسمشر: د امريکا لخوا د اقتصادي ترهګرۍ بندول د اړوندو خبرو اترو مخکنی شرط دی
CRI2021-02-25 10:45:14
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د ايران پر ضد د اقتصادي ترهګرۍ په څېر له خپلو اړوندو تګلارو څخه لاس واخلي. هغه وويل دا د ايران د ذروي وسلې په اړه د ګډ اقدام جامع پلان تر چوکاټ لاندې د اړوندو خبرو اترو د تر سره کېدو مخکنی شرط دی. 

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د خبر له مخې، ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ د کابينې په يوه غونډه کې وويل چې ايران لا هم د ياد جامع پلان ساتل غواړي. که امريکا اړوندې تګلارې بندې کړي، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې پيل کېدای شي، خو په ياد جامع پلان کې دې هېڅ نوې ماده زياته نشي. 

( سپوږمۍ)