د بايډن حکومت کار له پيلېدو څخه يوه مياشت تېره شوې. نړيوالې ټولنې دغه وضعيت کتلی چې د اقتصاد او سوداګرۍ، جنوبي سمندرګي او له کرونا وبا سره د مبارزې په چارو کې د بايډن حکومت د ځينو چارواکو په څرګندونو کې د امريکا تېر حکومت اغېزې ليدل کيږي.
د دغه هېواد د سياسي نظام د نيمګړتيا له امله ګټو ته لومړيتوب ورکول تل د امريکايي سياستوالو د واکمنۍ دريځ دی او هر څوک چې قدرت ته رسيږي، د رايو ګټلو ته لومړيتوب ورکوي. په تيره بيا اوس په دغه هېواد کې د سياسي اختلافو په سختېدو سره، د بايډن حکومت د چين ضد پاليسۍ د بدلون نيت نه لري او د پخوانۍ پاليسۍ غزول يې غوره کړي.
دا څرګند حقيقت دی چې د امريکا په سياسي صحنه کې د چين پر ضد کلک دريځ د دواړو ګوندونو ګډه نظريه ګرځېدلې ده، نو واکمنه ډله پر نړۍ د دغه هېواد د بادارۍ ساتنې لپاره د چين د پرمختګ مخنيوی غوره کړی چې د دوی ترمنځ يوازېنی توپير د طريقو توپير دی.