ناظر روبرټ کوهن: ولې د بېوزلۍ ضد مبارزې برياليتوب د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره مهم کار دی؟
CRI2021-02-26 15:06:53
شريکول:

د چين چارو په اړه امريکايي کارپوه روبرټ کوهن وويل، چې په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزې برياليتوب د شي جين پينګ د پلان او تګلارو برياليتوب ثبت کړی. د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې ابادي د چين لومړۍ سل کلنه موخه ده او د چين د کمونېست ګوند جوړېدو له سلمې کليزې سره تړاو لري. د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره مشخصه موخه ټاکل شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې د هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت او د ښاري او کليوالو اوسېدونکو منځنی عايد د ۲۰۱۰ کال په پرتله يو چند زيات شي. شي جين پينګ په دې اړه ويلي چې موږ هغه وضعيت ته اجازه نه ورکوو چې له يوې خوا د هراړخيزې نسبي شتمنې ټولنې جوړېدل اعلان کوو خو له بلې خوا لسګونه وګړي لا هم په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

کوهن وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د ادارې جوړښت او د ترتيباتو توان په دغه هېواد کې د کرونا وبا او بېوزلۍ ضد مبارزو د برياليتوب سبب دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو له کارونو څخه په دې پوه کولی شو چې په چين کې د کونېست ګوند تر مشرۍ لاندې اداري سيستم څرنګه کارول کيږي، دا معلومات ډېر مهم دي.