په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د برياليتوبونو راز
cri2021-02-26 15:37:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې اعلان وکړ چې چين په خپل هېواد کې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده پوره بشپړه کړې  او د انسانانو په تاريخ کې يې (( بشري معجزه )) جوړه کړې ده.

په نړۍ کې بل هېواد هېڅ نه شي کولای چې د چين په شان په لنډه موده کې بېوزلي له منځه يوسي. په تېره بيا په تېرو ۸ کلونو کې چين کې په منځنۍ توګه هر کال لس ميليونه بېوزله کسان له بېوزليتوب څخه ايستل شوي چې دا شمېر ډېر د حيرانتيا وړ دی. نړيوال څېړوونکي هم په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو سرعت ته  حيران دي او غواړي د چين د دغو برياليتوبونو رمزي مالومات پيدا کړي.

   رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د کارونو بهير ته لنډه کتنه وکړه او په ۷ برخو کې يې د چينايانو ټينګ هوډ څرګند کړ. په دې جمله کې د چين د کمونېست ګوند پر لارښوونې ټينګار، د خلکو پر محور پرمختيايي  نظر ټينګار، د سوسيالستي نظام تر چوکاټ لاندې د لويو او مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره د ځواک پر راغونډېدو ټينګار د نړيوالې ټولنې لخوا ډېر د پاملرنې وړ دي.

د نړۍ په هېوادونو کې د چين د کمونېست ګوند په شان واکمن ګوند ډېر لږ ليدل کېږي چې د بېوزلۍ له منځه وړلو ته يې ډېره پاملرنه کړې وي او د چين د هرې دورې حکومتونو د دغو کارونو ترسره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه او هڅې کړې دي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلې کېدو وروسته د چين کمونېست ګوند د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونه د خپلواکۍ د مهمې برخې په توګه وټاکل او په دې اړه يې يو لړ مشخص او اغېزناک تدبيرونه غوره کړي او د اړوندې موخې د پوره کولو لپاره يې چټک ګامونه پورته کړي دي.

  رئيس شي جين پينګ په تېرو ۸ کلونو کې ۷ ځلې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د کاري غونډو مشري کړې، ۵۰ ځلې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته تللی او هلته يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو څېړنې کړي او له ۱۴ ډېرو بېوزلو سيمو څخه يې ليدنې کړې دي. دغه شمېرې ښيي چې رئيس شي جين پينګ د هېواد د بېوزلۍ له منځه وړلو دندې د پوره کولو لپاره ډېر زيار ګاللی او ډېر کارونه او خدمتونه يې ترسره کړي دي.

په عين وخت کې د چين د مرکزي حکومت او سيمه ييز حکومتونو ترمنځ جدي کاري نظام جوړ شوی چې ټولې ټولنې په ګډه د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې ګډون کړی او د دې دندې د پوره کولو لپاره يې د نظام قوي ضمانت برابر کړی دی. د هند د جواهرلال نهرو پوهنتون د چين او د جنوب ختيځې اسيا د څېړنيز مرکز مشر ديبورجي ويلي، د چين د کمونېست ګوند د نظام وړتيا او د څارنې او نظارت جدي سيستم په دې هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د برياليتوبونو تر شا يو مهم لامل دی.

  چین په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او دا د بشري حقونو ساتلو د پرمختګ ښکارندويي کوي او په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره يې هم ډېر خدمت کړی دی. د اړوندو مالوماتو له مخې، چين په ګرده نړۍ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې له ۷۰ سلنې زيات خدمتونه کړي او ۱۰ کاله مخکې يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامداره پرمختګ اجنډا موخه پوره کړې ده. په چين کې د ملګرو ملتونو د کرهنيزو چارو د پرمختګ صندوق استازي ويلي، چين دا تائيده کړې چې د بېوزلۍ له منځه وړل يې يوه اساسي دنده ده او د روان نسل لپاره يې لوی خدمت کړی دی. دا په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د چارو لپاره هم د چين ډېر مهم خدمت دی.