شي جين پينګ له ايمانويل مکرون سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-02-26 10:17:50
شريکول:

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره تليفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو يو بل ته د نوي پسرلي په مناسبت مبارکي وويله او د یو بل خلکو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې. دواړو خواوو همدارنګه د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو موضوعاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.