د چين بهرنیو چارو وزارت وياند: په لسګونو هېوادونو کې خلکو ته د چين جوړ د کرونا ضد واکسين ورکول تائيد شوی
cri2021-02-26 10:22:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين له ۵۳ هېوادونو سره د کرونا ضد واکسین مرسته کړې او ۲۷ هېوادونو ته يې واکسين صادر کړي دي. د دې ترڅنګ په لسګونو هېوادونو کې خلکو ته د چين جوړ د کرونا ضد واکسين ورکول تائيده شوی دی.

چين په دې وروستيو ورځو کې له مغولستان، مصر، تايلنډ، سينګاپور، دومنیکن او بوليوي سره د کرونا ضد واکسين مرسته کړې ده. د هغو هېوادونو روغتيايی ادارو، چې د کرونا ضد واکسين په برخه کې يې له چين سره ګډې همکارۍ کړي، د چين جوړ کرونا ضد واکسين يې خوندي او اغېزمن بللی دی.