د شي جين پينګ د اقتصادي ماډل پر مټ کليوالي سيمې له بېوزلۍ څخه وتلې
cri2021-02-26 17:15:57
شريکول:

د چين د هه بې ولايت جنګ دينګ ولسوالي پخوا ډېره بېوزله وه. د چين رهبر شي جين پينګ د دې ولسوالۍ له ۲۲۱ کليو څخه ليدنې کړې ، هغه هلته له درې کاله ډېر کار وکړ او له ځايي خلکو سره يې مرسته وکړه چې له غربت څخه ځان خلاص کړي.

د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې  پلې شوې. دا له ۱۹۴۹ کال راهيسې په دغه هېواد کې ترټولو لوی اقتصادي اصلاحات دي. تر هغه وروسته اقتصاد ګړندی وده کړې ،خو زيات شمېر خلک لاهم په فقر کې ژوند کوي. په ۱۹۸۲ کال کې شي جين پينګ د ورخلاصون د رامنځته شويو فرصتونو څخه ګټه پورته کړه او په فعاله توګه يې د جنګ دينګ ولسوالۍ د پرمختګ رهبري کولو مسؤليت پر غاړه واخيست.