بايډن په سوريه کې د ايران پلوه پر ملېشو د هوايي بريد د پيل فرمان صادر کړ
cri2021-02-26 11:47:04
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوسيف بايډن د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په سوريه کې د ايران پلوه پر ملېشو د هوايي بريد د پيل فرمان صادر کړ.

د امريکا دفاع وزارت په همدې ورځ وويل، د دغه هېواد هوايي ځواکونو په همدې ورځ د يادو ملېشو پر څو اډو هوايي بريد کړی دی، دا په عراق کې د امريکا پر پوځي موخو د راکټ بريد پر ضد انتقامي عمل دی. د رويټرز اژانس خبر دا ثابتوي، چې دغه بريد د بايدن لخوا تائيد شوی و.

د سوريې پوځ يوې سرچينې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته وويل، د سوريې په وخت د ۲۵مې نېټې له شپې څخه د ۲۶مې نېټې د سهار وختي تر ۰ بجې پورې، د سوريې او عراق په سرحدي سيمه د ابو کامل بندر په شاوخوا سيمو څو ځله هوايي بريدونه شوي وو. (شکريه)