چين اروپا ته له شينجيانګ د ليدنې بلنه ورکړې، خو نامناسبې غوښتنې يې وړاندې کړې
CRI2021-02-27 16:03:10
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين څوځلې په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ډيپلوماتانو ته له شينجیانګ د ليدنې بلنه ورکړې او هڅه يې کړې چې د دوی غوښتنې پوره کړي او د سفر لپاره ښه ترتيب وکړي، متاْسفانه دوی په بېلابېلو پلمو دغه سفرونه ځنډولي او همېشه نامناسبې غوښتنې وړاندې کړې دي.

له دې وړاندې په جرمني کې د چین لوی سفير وو کن د جرمني له اقتصادي اوونيزې سره د مرکې پر مهال ويلي، چين د اروپايي ټولنې او د دې ټولنې د غړو هېوادونو استازو ته له شينجيانګ د لېدنې بلنه ورکړې او تراوسه د دوی ځواب ته په تمه دي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بین وويل، چې چين د بهرنيو هېوادونو د بېلابېلو ټولنو د شخصيتونو هرکلی کوي چې شينجيانګ ته سفر وکړي او د دې سيمې وضعيت له نږدې وګوري. په تېرو څو کلونو کې د څه باندې سلو هېوادونو ۱۲۰۰ ډيپلوماتانو ، خبريالانو او ديني شخصيتونو له يادې سيمې څخه لېدنې کړې او څرګنده يې کړې، هغه څه چې په شينجيانګ کې يې ليدلي، د لويديځو رسنيو له رپوټونو سره ډېر فرق لري.

نوموړي زیاته کړه، چين خپل صميميت ښودلی دی، خو متاْسفانه اروپا ډېرې نامناسبې غوښتنې وړاندې کړې او آن وغوښتنه يې کړې ده چې له هغو مجرمينو سره وګوري چې د هېواد د تجزيې او بېلتون خيانت او ستر جنايتونه يې کړي دي.