د امريکا ولسمشر جو بايډن د خبريال هغې پوښتنې ته چې د سوريې په ختيځ کې د امريکا هوايي بريدڅه نښه خپروي؟ ځواب ورکړ چې امريکا غواړي له دې لارې ايران ته خبرداری ورکړي چې بايد احتياط وکړي!
د امريکا د دفاع وزارت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د امريکا پوځ په همدې ورځ د سوريې په ختيځ کې د ايران تر ملاتړ لاندې د مليشه وو پر موخو هوايي بريد وکړ چې له امله يې د هغوی زيات تأسيسات ويجاړ کړي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د هوايي بريد سخته غندنه وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې دا يو تيری کوونکی عمل دی چې له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د سيمې د حالاتو ثبات زيانمنوي.