بېلا بېلو خواوو په عادلانه توګه د کرونا ضد واکسين تر لاسه کېدو لپاره د نړيوالو همکاريو غوښتنه وکړه
cri2021-02-28 16:54:42
شريکول:

د م.م امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره غوښتنه وکړه چې د شخړو او بې وزلو سيمو کې په عادلانه توګه د کرونا ضد واکسين ته د لاس رسي لپاره مرستې وکړي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې هغه خوشحاله دی چې  د م.م امنيت شورا د کرونا ضد واکسين د عادلانه لاس رسي لپاره مرستې وکړې.

نوموړي وويل چې حقيقت دا دی چې د کرونا ضد واکسين شريک کولو سره به ژوند عادي شي او همکارۍ ټولو هېوادونو ته ګټې رسوي.

د م.م سرمنشي انټونيو ګوټريس په دې وروستيو کې وويل چې د کرونا ضد واکسين د عادلانه وېش مسئله د نړيوالې ټولنې پر وړاندې تر ټولو لويه اخلاقي ازموينه ده او د هرې سيمې هروګړي ته بايد ژر تر ژره د کرونا ضد واکسين ورسيږي.

چين تل په ټوله نړۍ کې د واکسين د عادلانه وېش لپاره هڅې کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه وويل چې تر اوسه پورې چين ۵۳ هېوادونو ته واکسينونه ورکړي او ۲۷ هېوادونو ته يې صادر کړي. چين د کرونا ضد واکسينونو د ورکولو نړيوال پلان ته ۱۰ مليونه دوزه واکسينونه برابر کړي دي څو چې د پرمختيايي هېوادونو بېړنی ضرورت پوره کړي.

(مينه)