د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ۳۲ هېوادونو په استازيتوب وینا وکړه
cri2021-02-28 16:39:45
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شوی د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د روسيې، کيوبا، پاکستان، جنوبي افريقا، اندونيزيا ، سعودي عربستان او مصر په ګډون د هغو ۳۲ هېوادونو په استازيتوب وینا وکړه چې ورته نظرونه لري.

چن شوي په خپله وينا کې وويل، کرونا وبا په نړۍ کې لا هم د خپرېدو په حال کې ده او ښايي د نړیوالو پرمختګونو د بدلېدو سبب شي، د دې ترڅنګ په ځينو هېوادونو کې توکم پالنه پورته شوې او موږ دې ته ډېره پاملرنه کوو.

نوموړي زياته کړه، موږ له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې نړيوالې همکارۍ او څو اړخيزم پياوړی کړي او له کرونا وبا سره د نړيوالې مبارزې په برخه کې دې د ملګرو ملتونو له رول څخه ملاتړ وکړي.