د امريکا عدليې وزارت: په امريکا کې د تاوتريخوالي او افراطیت زياتوالی ملي امنيت ګواښي
cri2021-02-28 12:00:57
شريکول:

د امريکا عدليې وزارت يو چارواکي د فبروري په ۲۶مه نېټه خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې تاوتريخوالی او افراطیت مخ په زياتېدو دی او د دغه هېواد عامه خونديتوب او ملي امنيت سخت ګواښي.

د امريکا د عدليې وزارت د سرپرست مرستیال جان کارلين په همدې ورځ د دغه وزارت په خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا د قانون تطبيق سېکتور په هېواد کې د افراطيت د څارنې او مخنيوي پلان د جوړولو په هڅه کې دی او د عدليې وزارت به په راتلونکو څو ورځو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د لارښوونې مسوده بشپړه او وړاندې کړي.